کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / چين داسې اورګاډى جوړ کړى چې حېران به مو کړي
اورګاډى ١

چين داسې اورګاډى جوړ کړى چې حېران به مو کړي

چينايانو ناممکنه کار ممکن کړ، په چين کې د اورګاډي په يوه داسې پروژه باندې په چټکۍ سره کار روان دى، چې د اورګاډو لپاره په هوا کې پټلۍ جوړې شوې دي او ويل کېږي چې دا پروژه د پاى په مرحله کې ده.

د چاينه ډېلي د راپور په وېنا، د چين ځايي انجنيرانو د (مونو ريل) اورګاډى جوړ کړى دى چې د (سکاى ټرېن) په نوم هم پېژندل کېږي.

اورګاډى ٢

د چين په هوبى ايالت د ووهان په ښار کې له ډرايور پرته د چلېدونکي هوايي اورګاډي د چلولو بريالۍ تجربه ترسره شوه. په راپور کې ويل شوي دي، چې دا اورګاډي به راتلونکي کال کې فعاليت پيل کړي.

د چين زياتېدونکې ابادۍ ته په کتو چينايي پوهانو د خلکو د تګ راتګ لپاره د اسانې او ګټورو لارو پېدا کولو په تړاو بېلا بېلې تجربې ترسره کړې دي او لا هم دا تجربې دوام لري.

اورګاډى ٣

د پرمختللو او چټکو اورګاډو له جوړولو وروسته په چين کې د (سکاى ټرېن) بريالۍ تجربه درې کاله مخکې ترسره شوې وه.

په هوا کې راځوړند اورګاډى (سکاى ټرېن) په يو ساعت کې د ٧٠ کلومتره په چټکۍ سره سفر کولاى شي، سکاى ټرېن په لومړي ځل د چين په شين ډونګ ښار کې په ٢٠١٧ کال کې پيل شوى و، چې ارامه سفر لري او د منظرو ليدو لپاره هم ډېر ښه دى.

اورګاډى ٤

په دې اورګاډي کې د ٥١٠ کسانو د سفر کولو بندوبست شوى دى، د دې پروژې د بريالي کېدو تر ټولو ستر هدف دا دى، چې خلکو ته اسانه سفر او په کمو پېسو ښه سهولتونه ورکړل شي.

د يادولو وړ ده چې چين په دې وروستيو کلونو کې په ډېرو داسې پروژو باندې کار کړى دى، چې نه منونکې دي، په دې کې يې ځينې پروژې بشپړې کړي دي او لا هم په ځينو سترو پروژو کار روان دى.

Loading...

دا هم ولولئ

منډه

داسې اپليکېشن چې له (ړندو) سره د ځغاستې يا منډې پر مهال مرسته کوي

په يوويشتمه پېړۍ کې ټېکنالوژۍ ډېر پرمختګ وکړ او بيا د انټرنېټ د چټک پرمختګ …