د خوراکي توکو کارپوهان د کبانو غوښه ترټولو غوره خواړه ګڼي، دوی وایي چې په اوونۍ کې درې ځلې د کب غوښه وخورئ او ډېر ژوند وکړئ.
اوس له یوې نوې څېړنې له مخې معلومه شوه، هغه مېرمنې او نارینه چې په منظم ډول د کبانو غوښه خوړي، ډېر ژوند کوي او ددې سبب دا ښایي چې د کبانو غوښه څو ناروغۍ له منځه وړي او د انسان د بدن روغتیا ښه کوي.
د کبانو غوښه او د اومیګا 3 ډېر استعمال له وخته د مخکې مړینې خطر کموي. په څېړنه کې موندل شوي، هغه کسان چې د کبانو غوښه نه خوري، د هغوی په پرتله چې خوري یې، له وخته د مخکې مړینې خطر یې ۹ سلنه زیات دی.
د انګلیستان روغتیایي کارپوهان وایي، د چرګ او کبانو غوښه خوړونکي خلک ډېر ژوند کوي، خو د غټې غوښې خوړونکي خلک له مختلفو ناروغیو سره مخ کېدای شي او په عمر کې یې هم کمی راځي.
د North Kerr Valina پوهنتون ریس بیري هاپکنز وایي، چې د غټې غوښې په خوړلو کې کموالی راوستل خورا اړین دي. یعنې څېړونکي دا نه وایي چې د غټې غوښې خوړل دې بند شي بلکې یوازې کمی دې پکې راشي.
د کبانو د غوښې لاندې ځانګړتیاوې بیانول هم اړین ګڼو.
هغه کسان چې د کبانو غوښه خوري، د زړه په ناروغیو د نورو په پرتله ۱۰ سلنه کم اخته کېږي. د سرطان خطر ۶ سلنه کموي. د تنفسي ناروغیو کچه ۲۰ سلنه او د ځیګر په ناروغیو د اخته کېدو کچه ۳۷ سلنه راټیټوي. سربېره پر دې د دماغي ناروغیو او الزایمر څخه په ژغورلو کې هم مهم رول لوبوي.
د روغتیایي کارپوهانو له څېړنې معلومه شوه، هغه کسان چې غټه غوښه ډېره خوري، له وخته د مخکې مړینې امکانات یې ډېر وي. په ځانګړي ډول دوی ډېر د زړه په ناروغیو او سرطان په ناروغۍ اخته کېدلی شئ.