کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د اى پي ايل ٢٠٢٠ ځلېدونکي توپوهونکي
کى ايل راهول، شيکر دهون او ډيويډ وارنر

د اى پي ايل ٢٠٢٠ ځلېدونکي توپوهونکي

د اى پي ايل ٢٠٢٠ کال سيالۍ پرون پاى ته ورسېدې، چې په پايلوبه کې ممبۍ انډينز د ډيلي کاپيټلز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د پنځم ځل لپاره يې د اى پي ايل اتلولي خپله کړه.

سږکال هم ډېر لوبغاړي په اى پي ايل کې وځلېدل او ښه توپوهنه يې ترسره کړه، خو په دې ليکنه کې هغه توپوهونکي درپېژنو چې ډېرې منډې يې ترلاسه کړې دي.

کى ايل راهول

کى ايل راهول

د کنګز اليون پنجاب لوبډلې لوبډلمشر او توپوهونکي کى ايل راهول د اى پي ايل ٢٠٢٠ کال تر ټولو زياتې منډې ترلاسه کړې. که څه هم د دوى لوبډله پلى اف پړاو ته لار پېدا نه کړه، خو نوموړى په توپوهنه کې وځلېده.

راهول ١٤ لوبې ترسره کړې، چې د ٥٥.٨٣ په اوسط او ١٢٩.٣٤ په سټرايک رېټ سره يې ٦٧٠ منډې وکړې، هغه په يوه لوبه کې ١٣٢ ناسوځېدلې منډې هم ترلاسه کړې.

نوموړي ١ سليزه او ٥ پنځوسيزې ووهلې، چې ٢٣ شپږيزې او ٥٨ څلوريزې يې هم ووهلي او د سږکال اى پي ايل سياليو تر ټولو غوره توپوهونکى شو.

شيکر دهون

شيکر دهون

د ډيلي کاپيټلز لوبډلې چټک توپوهونکي شيکر دهون چې سږکال يې په دوه پرلپسې لوبو کې سليزې هم ووهلې، دويم توپوهونکى دى چې ډېرې منډې يې ترلاسه کړې.

د شيکر لوبډله پايلوبې ته تللې وه چې په پايلوبه کې يې له ممبۍ څخه ماتې وخوړه، نوموړي په ١٧ لوبو کې برخه واخيسته او د ٤٤.١٤ په اوسط او ١٤٤.٧٣ په سټرايک رېټ سره يې ٦١٨ منډې وکړې، چې په يوه لوبه کې يې ١٠٦ ناسوځېدلې زياتې منډې وې.

هغه ٢ سليزې او ٤ پنځوسيزې هم ووهلې، همدا راز ١٢ شپږيزې او ٦٧ څلوريزې يې هم ووهلې.

ډيويډ وارنر

ډيويډ وارنر

د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لوبډلمشر او توپوهونکي ډيويډ وارنر هم سږکال ښه توپوهنه ترسره کړه. د حيدراباد لوبډله تر دويم کواليفاير پورې ورسېده، خو هلته يې له ډيلي کاپيټلز څخه ماتې وخوړه او له سياليو بهر شوه.

وارنر ١٦ لوبې ترسره کړې، چې د ٣٩.١٤ په اوسط او ١٣٤.٦٤ په سټرايک رېټ يې ٥٤٨ منډې ترلاسه کړې، په يوه لوبه کې يې ٨٥ ناسوځېدلې زياتې منډې وې، هغه ٤ پنځوسيزې ووهلې، ١٤ شپږيزې او ٥٢ څلوريزې يې هم ووهلې.

شرياس اير

شرياس اير

د ډيلي کاپيټلز لوبډلې لوبډلمشر شرياس اير چې په لومړي ځل يې د ډيلي لوبډله تر پايلوبې ورسوله، څلورم توپوهونکى دى چې په اى پي ايل کې يې ډېرې منډې ترلاسه کړې.

نوموړي په ١٧ لوبو کې برخه واخيسته چې د ٣٤.٦٠ په اوسط او ١٢٣.٢٧ په سټرايک رېټ سره يې ٥١٩ منډې ترلاسه کړې، هغه په يوه لوبه کې ٨٨ ناسوځېدلې زياتې منډې هم وکړې، نوموړي ٣ پنځوسيزې ووهلې، ١٦ شپږيزې او ٤٠ څلوريزې يې هم ووهلې.

ايشان کشن

ايشان کشن

د اتلې لوبډلې ممبۍ انډينز توپوهونکي ايشان کشن هم سږکال ډېرې منډې ترلاسه کړې. نوموړي په ١٤ لوبو کې ګډون وکړ، چې د ٥٧.٣٣ په اوسط او ١٤٥.٧٦ په سټرايک رېټ سره يې ٥١٦ منډې ترلاسه کړې. نوموړي په يوه لوبه کې ٩٩ زياتې منډې هم ترلاسه کړې. هغه ٤ پنځوسيزې، ٣٠ شپږيزې او ٣٦ څلوريزې ووهلې.

کوانټين ډي کوک

کوانټين ډي کوک

د ممبۍ انډينز بل توپوهونکي او ويکټ ساتونکي کوانټين ډي کوک هم تر ٥٠٠ څخه زياتې منډې ترلاسه کړې. هغه په ١٦ لوبو کې د ٣٥.٩٢ په اوسط او ١٤٠.٥٠ په سټرايک رېټ سره ٥٠٣ منډې ترلاسه کړې، چې په يوه لوبه کې يې ٧٨ ناسوځېدلې زياتې منډې هم ترلاسه کړې. نوموړي ٤ پنځوسيزې ووهلې او ٢٢ شپږيزې او ٤٦ څلوريزې يې هم ووهلې.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

د راشد خان د کرنټين دويمه ورځ، هغه په کرنټين کې څه کوي؟ ويډيو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان چې دوه ورځې وړاندې …