کورپاڼه / روغتيا / د پښتورګو (ګردو) د سوخت سببونه، نښې او درملنه
پښتورګي

د پښتورګو (ګردو) د سوخت سببونه، نښې او درملنه

د پښتورګو يا ګردو سوخت تر ټولو ډېره دردونکي ناروغي ده، چې مختلف سببونه لري. که چېرته یې درملنه ونه شي نو ځینې وختونه ګرده هم له منځه وړلی شي.

زیاتره وخت د پښتورګو (ګردو) سوخت د میکروبونو د داخلېدو په سبب پیداکېږي، چې ډېری وخت یې د تشو متیازو د نل یا هم د مثانې له لارې داخلېږي.

په سیدیتي ژورنال کې په خپره شوې لیکنه کې راغلي، چې د پښتورګو (ګردو) میکروب په یو وخت کې یوازې یو پښتورکی اغېزمنولی شي، خو د زیاتو ستونزو څخه د خلاصون لپاره یې درملنه اړینه ده.

راځئ چې د ډاکټر احمد شعبان، چې د پښتورګو متخصص دی، څو مهمې خبرې دلته ولولو!

د ګردو د سوخت سببونه:

زیاره وخت میکروبونه د تشو متیازو له نل یا د مثانې له لارې ګردو ته داخلېږي چې بیا په ګردو کې د سوخت سبب ګرځي، ددې میکروبونه مشهور ډول یې E.coli دی.

د ګردو سوخت د ډېر سخت درد سبب هم جوړېدلی شي.

هغه کسان چې په شکر ناروغۍ اخته وي د پښتورګو د سوخت خطر یې هم ډېر وي. که څه د تشو متیازو د نل ناروغان په خطر کې وي خو دا ناروغي د نارینه و په پرتله په ښځینه و کې ډېره لېدل کېږي.

د ګردو د سوخت نښې نښانې:

که چېرته لاندې نښې نښانې ولرئ نو د خپلو ګردو غم وکړئ.

د تودوخې درجه پورته کېدل: د پښتورګو د سوخت سره د بدن د تودوخې درجه هم لوړېږي، چې عمومي سبب یې ګردو ته د میکروبونو داخلېدل دي.

د ملا درد: د ګردو سوخت په ملا کې ډېر سخت درد پیدا کوي، چې بیا یې د کمولو لپاره درملو اخیستلو ته اړتیا هم پېښېږي.

د سوخت احساس کول: د پښتورګو د سوخت په پایله کې په تشو متیازو کې هم ډېر سخت سوخت پیدا کېږي.

ډېرې متیازې کول: د سوخت سره سره ناروغ شخص د ډېرو زیاتو متیازو د کولو احساس کوي.

نا آرامي: د ګردو سوخت د چکر خوړلو او سر ګرځېدلو لامل هم کېږې.

له سوخته وروسته د پښتورګو خرابېدل: که چېرته سوخت تر ډېره ادامه ولري، نو پښتورګي مو خرابېږي او په سمه توګه کار نه شي کولی.

درملنه:

د پښتورګو (ګردو) د سوخت درملنه د انټي باییوټیکس په ذریعه هغه وخت ترسره کېږي، کله چې تشې متیازې معاینه شي او د میکروبونو په اړه معلومات ترلاسه شي. خو که چېرته ناروغي یې سخته شوه بیا دې روغتون ته یوړل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

هډوکي

که غوښه ونه خورئ، هډوکي به مو مات کړئ

که چېرته تاسې د غوښې خوړل په بشپړ ډول بند کړئ او يوازې سبزي خواره …