کورپاڼه / جالب / د ترکيې حکومت خره په دولتي دندو ګومارلي
خره

د ترکيې حکومت خره په دولتي دندو ګومارلي

د ترکيې هیواد د یو تاریخي ایالت ځایي ادارې د ګنده ګیو د پورته کولو لپاره؛ خره په دولتي دندو ګومارلي دي، چې ٧ کاله به دولتي دندې ترسره کوي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د ترکيې هیواد په جنوب ختیځې سیمې د ماردین ایالت په Artuklu تاریخي کلي کې ځایي حکومت د ګنده ګیو او چټلیو د پاکولو لپاره له خرو څخه ګټه اخلي.

په راپورونو کې همدا راز ويل شوي، چې اوسمهال د ځایي سیمې ښاروالي په منظم ډول له ځان سره خره نیسي او د ورځې پرې شپږ ساعته کار کوي، چې له بېلابېلو سیمو به ګنده ګي او چټلي راټولوي او خپل ټاکلي ځای ته به یې وړي.

دغه راز ویل کېږي چې له خره سره به د ښاروالۍ یو کارکوونکی هم وي، چې له کثافت دانیو به ګنده ګي راټولوي او په خره به یې باروي.

یاده دې وي چې یو خر اووه کاله کولی شي چې کار وکړي او په دې موده کې به دولت خرو ته خوراک او په اصطبل کې به ځای هم برابروي خو له اوو کلونو وروسته به له دولتي اصطبل څخه آزادېږي.

بله خوا څه موده مخکې په کولمبیا کې د خرو ترمنځ د ښکلا سیالي هم په لاره اچول شوې وه. ویل کېدل، چې دا سیالۍ د کولمبیا په موني قورا کې په لاره اچول شوې وې او هغه خر به پکې اول مقام ترلاسه کړو چې له نورو به ښکلی ښکارېده.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وینا، ویل کېږي، چې په دې سیالیو کې خرو ته ښکلی لباس ور اغوستل کېږي، د نجونو په څېر لوى ویښتان ور اچوي او میک آپ هم ورته کوي. بیا څو کسان د پرېکړې کولو لپاره کېنوي، کوم خر چې له نورو ښکلی ښکاري، هماغه خر ګټوونکی اعلانېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

ګرانبيه صابون

د نړۍ تر ټولو ګرانبيه صابون، يو دانه په ٢٨٠٠ ډالر دى

تاسې به د ډېرو ګرانبيه شيانو په اړه اورېدلي وي، خو نن درته د يو …