کورپاڼه / خبرونه / ملي لوبغاړو د راتلونکو سياليو لپاره د کابل په يخه هوا کې تمريناتي کمپ پيل کړى
حميد حسن، سميع الله شينوارى او اصغر افغان

ملي لوبغاړو د راتلونکو سياليو لپاره د کابل په يخه هوا کې تمريناتي کمپ پيل کړى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو په کابل کرکټ لوبغالي کې د راتلونکو سياليو لپاره په يخه هوا کې تمريناتي کمپ پيل کړى دى، خو کرکټ بورډ د لوبغاړو نوملړ نه دى خپور کړى، چې په دې تمريناتي کمپ کې کوم کوم لوبغاړي برخه لري.

خو له عکسونو څخه معلومېږي، چې په دې تمريناتي کمپ کې اصغر افغان، رحمت شاه، ضيا الرحمان شريفي، اکرام عليخېل، دروېش رسولي، سميع الله شينوارى، حشمت الله شهيدي، ظاهر خان، حميد حسن، غمى ځدراڼ، ناصر جمال او نور لوبغاړي ليدل کېږي.

رحمت شاه

د افغانستان کرکټ بورډ په خپله فېسبوکپاڼه د يو شمېر لوبغاړو عکسونه خپاره کړي دي او تر څنګ يې ليکلي: ((ملي لوبغاړو له څو ورځو راهيسې د کابل په کرکټ لوبغالي کې تمريناتي کمپ او چمتووالى پيل کړى دى.))

کرکټ بورډ وايي، چې د لوبغاړو په توپوهنه او توپ اچونه به کار وشي، خو دا يې نه دي ويلي چې دا تمريناتي کمپ به تر کومې نېټې پورې دوام وکړي: ((په ياد تمريناتي کمپ کې د لوبغاړو پر غوره توپوهنې، توپ اچونې، ډګر ساتنې، فيټنس او تکړښت کار روان دى، چې تر ډېرو ورځو پورې به دوام ومومي.))

حشمت الله شهيدي

دوى همدا راز زياته کړې: ((د تمریناتي کمپ د روزونکو په وینا، په یاد کمپ کې به د لوبغاړو پر ټولو کمزورو ټکو کار وشي او په اړوند برخو کې به ورته غوره تمرین او روزنه ورکړي.))

په پاى کې ويل شوي دي، چې دا کمپ د راتلونکو سياليو د چمتووالي او بشپړې روزنې په موخه پيل شوى دى. خو دا کمپ کله پيل شوى، په دې اړه هم کرکټ بورډ څه نه دي ويلي.

ملي لوبغاړي

د يادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله يوازينۍ لوبډله ده چې له ډېر وخت راهيسې هېڅ نړيوالې لوبې نه لري او همدا راز په راتلونکي کې يې هم د لوبو څرک نه ليدل کېږي، همدا راز په راتلونکي کال کې د افغانستان هغه لوبې چې د اى سي سي له لوري ورکړل شوي دي، له هغې پرته کرکټ بورډ له هيچا سره د لوبو په اړه تراوسه خبرې لا نه دي کړي.

د يادولو وړ دا هم ده چې د کابل په يخه هوا کې تمريناتي کمپ پيل شوى دى. همدا راز شاپور ځدراڼ بيا په دې تمريناتي کمپ کې نه دى اخيستل شوى.

Loading...

دا هم ولولئ

شعېب اختر او وسيم اکرم

وسيم اکرم: دا مسلکي لوبغاړي دي او که ماشومان؟ شعېب اختر: د پاکستان لوبډله خو څه د کوڅې لوبډله نه ده

د نيوزيلېنډ حکومت له لوري د پاکستان ملي لوبډلې ته اخطار ورکولو څخه وروسته د …