کورپاڼه / جالب / یو امریکایي ډېر حیرانوونکی ريکارډ جوړ کړو
جالب ريکارډ

یو امریکایي ډېر حیرانوونکی ريکارډ جوړ کړو

د امریکا د متحده ایالاتو د ایډاهو اوسېدونکی ډیوډ رش، د نړۍ د ریکارډونو په کتاب کې خپل نوم له یو سلو پنځوسو ځلو څخه زیات ثبت کړی، چې په همدې وجه د ډېر شهرت لرونکی هم دی. ډیوډ اوس مهال بیا خپل نوم په ذکر شوي کتاب کې ور زیات کړو.

خو دا ځل نوموړي د تېر په پرتله یو څه حیرانوونکی کار ترسره کړی. ډیوډ وایي، چې ددې ځانګړي ریکارډ د جوړولو لپاره یې له خپل ګاونډي جوناتن هنن څخه مرسته اخیستې او په یوه دقیقه کې یې ډېرې هګۍ د خولې په ذریعه نېولي او ریکارډ یې جوړ کړی.

هګۍ په خوله نيول

ویل کېږي، چې د ډیوډ ګاونډي له شپږ نیمو فوټو په فاصلې نوموړي ته هګۍ ور غورځولې. چې په یوه دقیقه کې یې شل هګۍ د خولې په ذریعه نېولي او اتلس یې ماتې شوي دي.

ډیوډ وایي، چې د هګیو د ماتېدو په سبب یې شونډې زخمي شوې، خو بیا یې هم خپل کار ته ادامه ورکړه او په دې سره یې خپل ریکارډ یعنې د پنځلسو هګیو نېول هم مات کړو.

بله خوا تېره میاشت د امریکا یوې اوسېدونکې د اوږدو پونډیو په درلودلو خپل نوم د نړۍ د ریکارډونو په کتاب کې لیکلی و. نوموړې د تیکساس ایالت اوسېدونکي او ۱۷ کاله عمر لري چې په نړۍ کې د اوږدو پونډیو لرونکې مېرمن ګڼل کېږي. وایي دا مېرمن میسي کورن نومېږي، چې اوس مهال یې قد شپږ فوټه او شل انچې دی او د پونډیو اوږدوالی یې دري پنځوس انچو ته رسېږي. کورن د ځان په اړه وایي، چې سر یې له دروازې سره لګېږي، په موټر کې په سمه توګه نه شي کېناستلی او په ورځینیو کارونو کې له ډېرې ستونزې سره مخ ده.

نوموړې زیاتوي، چې د ښوونځي ټولګیوالو یې ډېره تنګوله او بېلابېل نومونه به یې پرې ایښودل خو اوس په دې ویاړي چې د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې یې نوم ثبت شوی دی.

Loading...

دا هم ولولئ

ارون فنچ او ويراټ کوهلي

د لوبې پر مهال جالبه پېښه، لوبغاړي هم حېران پاتې شو

د کورونا ويروس له راتګ وروسته په لومړي ځل د هند او اسټراليا ترمنځ په …