د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړى محمد نبي تېر کال په همدې ورځ د نړيوالو شل اوريزو لوبو د نړۍ د غوره الراونډر مقام ترلاسه کړ.
محمد نبي چې تېر کال د نړيوالو شل اوريزو لوبو د نړۍ غوره الراونډر شو، تر نن پورې نوموړي دا مقام له ځان سره ساتلى دى او بل کوم لوبغاړى له هغه څخه نه دى مخکې شوى.
محمد نبي ٢٩٤ نومرې لري، له هغه وروسته بيا د بنګله دېش الراونډر شکېب الحسن نوم راځي، چې د ٢٦٨ نومرو سره په دويم مقام کې قرار لري.
#OnThisDay last year, Afghanistan’s @MohammadNabi007 became the No.1 T20I all-rounder on the @MRFWorldwide ICC Player Rankings 💥
Well, not much has changed since then 😉 pic.twitter.com/YUq1Bbaera
— ICC (@ICC) November 11, 2020
د اسټراليا ګلين ميکسويل دريم، د سکاټلېنډ ريچارډ بيرنګټن څلورم، د زمباپوې سين ويليسم پنځم، د ايرلېنډ ګاريټ ډيلاني شپږم، د عمان خاور علي اووم، د کينيا کولينس اوبايا اتم، د متحده عربي اماراتو روهن مصطفى نهم او د عمان ذيشان مقصود ١٠م مقام لري.
محمد نبي د دې تر څنګ د نړيوالو يو ورځنيو لوبو دويم غوره الراونډر دى، هغه د لومړي غوره الراونډر مقام درلود، خو کله چې د شکېب الحسن يو کلن بندېز پاى ته ورسېد، نو نوموړى بېرته خپل لومړي مقام ته راستون شو او محمد نبي دويم مقام ته کوز شو.
د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان بيا د نړيوالو شل اوريزو لوبو د نړۍ غوره مقام لرونکى توپ اچونکى دى، نوموړى ٧٣٦ نومرې لري او تر هغه وروسته بيا په دويم مقام کې ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان دى، چې نوموړى ٧٣٠ نومرې لري.
د يادولو وړ ده چې محمد نبي په اى پي ايل کې د سنرايزرز حېدراباد لپاره لوبېده، خو هلته يوازې په يوه لوبه کې د لوبېدو چانس ورکړل شو، نوموړى د بيګ باش سياليو کې د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې سره تړون کړى دى او دا ځل به بيا هم د يادې لوبډلې لپاره ولوبېږي.