کورپاڼه / بېلا بېل / په شيدو کې لامبل کارمند او شرکت ته ډېر ګران پرېوتل
په شيدو کې لامبل

په شيدو کې لامبل کارمند او شرکت ته ډېر ګران پرېوتل

د ترکيې د شيدو يو شرکت (ډېري پلانټ) کې يو کارمند يې په شيدو کې لامبلي او بيا يې ويډيو ټک ټاک کې خپره کړې ده، چې دا ويډيو کارمند او د شيدو ياد شرکت ته ډېره ګرانه پرېوته.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د ترکيې په قونيه کې د شيدو يو شرکت يا ډېري پلانټ کې د ياد شرکت يو کارمند د شيدو په ټب کې لامبلي دي، چې د لامبلو ويډيو يې ټک ټاک کې هم خپره کړې ده. د يادې ويډيو له خپرېدو وروسته د شېدو دغه پلانټ يا شرکت بند شو.

دا ويډيو چې په ټک ټاک کې خپره شوې، پکې ليدل کېږي چې دغه کارمند د شيدو څخه ټب ډک کړى دى او پکې لامبي، همدا راز په لوټه کې شيدې رااخلي او په ځان يې اچوي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې په ويډيو کې ښکاره کېدونکى کارمند ايمري سيئر او په ټک ټاک کې دا ويډيو خپرونکى اوور تورګت دواړه نيول شوي دي.

ايمري سيئر وايي، زه له څلور کلونو راهيسې دلته دنده ترسره کوم، تورګت زما خواته راغى او راته يې وويل، چې دلته ويډيو جوړوو، لومړى خو ما انکار وکړ، خو وروسته د هغه بيا بيا په وېنا زه راضي شوم.


بل لوري ته ويډيو جوړونکى اوور تورګت وايي، چې هغه په شيدو نه دي لامبلي، بلکې د شيدو څخه ترلاسه شويو جراثيم کش بوايلر باندې يې لامبلي دي.

هغه وايي: ((ما په هماغه ورځ دا ويډيو په ټک ټاک کې خپره کړه، خو يوه دقيقه وروسته مې دا ويډيو بېرته ډيليټ کړه، بيا چې کله ماته د پوليسو زنګ راغى، نو زه پوه شوم چې ويډيو ډېره خپره شوې ده.))

پوليسو ويلي دي، چې دوى څېړنې کوي، چې په دغه ټب کې شيده و او که نه بل څه و چې دغه کارمند پکې لامبلي دي. څېړنې روانې دي او پايلې به ژر اعلان شي.

دوى همدا راز دا هم ويلي دي، تر څو پورې چې څېړنې پاى ته ونه رسېږي، تر هغه وخت پورې به د شيدو دا پلانټ يا شرکت بند وي.

Loading...

دا هم ولولئ

د يمن واده

ايا د يمن حکومت په نارينه و ٢ ودونه کول جبري کړل؟ حقيقت څه دى؟

په ځينو هېوادونو کې چاته يوه ښځه نه رسېږي او نارينه يې بې واده ګرځي، …