کورپاڼه / خبرونه / همکار: کرکټ بورډ د لوبغاړو او مينه والو په سترګو کې خاورې اچوي
شېر اغا همکار او فرهان يوسفزى

همکار: کرکټ بورډ د لوبغاړو او مينه والو په سترګو کې خاورې اچوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى منېجر شېر اغا همکار وايي، چې کرکټ بورډ د لوبغاړو او مينه والو په سترګو کې خاورې اچوي. هغه وايي، چې نن د کرکټ بورډ او ملي ټلويزيون ترمنځ کوم قرارداد شوى دى، دا غېر قانوني دى او دا به وخت ثابته کړي.

نن د افغانستان کرکټ بورډ د مسوولينو او د ملي ټلويزيون د مسوولينو ترمنځ د افغانستان غوره ليګ APL د نشر د حقونو په اړه غونډه شوې ده، چې له دې وروسته به د APL لوبې ملي سپورټ ټلويزيون خپروي.

په دې اړه د ملي لوبډلې پخوانى منېجر شېر اغا همکار ليکي: ((موږ دا هر وخت ويلي دي چې APL د لوبغاړو او کرکټ په ګټه ده، خو چې وشي، کله چې کېده دوى بدنام کړ او په خپلو خلکو او ليګ يې تورونه ولګول او بې د قرارداد لوستلو يې داسې نه بخښونکې پرېکړه وکړه، چې APL يې لغوه کړ.))

هغه مخکې ليکي: ((نن چې کومه غونډه وه، هغه د دې لپاره نه وه چې APL کېږي، کله کېږي او په کومه نېټه کېږي، د چا سره کېږي او څوک پکې سرمايه ګزاري کوي، بلکې نننۍ غونډه د ملي ټلويزيون سره د APL قرارداد و، چې نور به APL لوبې ملي ټلويزيون نشروي.))

شېر اغا همکار وايي: ((موږ دا نه وايو چې ملي ټلويزيون دې لوبې نه نشروي، بلکې په کومه پروسه ته ملي ټلويزيون ته دا قرارداد ورکوې، ايا Bidding د ټلويزيونونو ترمنځ شوى چې ملي ټلويزيون ګټلى وي، ايا APL کوم پروډکشن کمپنۍ اخيستى چې لوبې يې ملي ټلويزيون ته ورکوي، که کوم بل ټلويزيون ته او که ملي ټلويزيون د APL لوبې نشروي، نو کرکټ بورډ ته څومره روپۍ ورکوي او د کومې پروسې له لارې يې دا ګټلى ده.))

هغه د Snixer يادونه هم کوي او ليکي: ((بله دا چې د قرارداد له مخې چې Snixer سره شوى، ايا د هغوى سره د لندن د محکمې ستونزه چې په کرکټ بورډ يې عريضه کړې حل شوې ده که نه، دوى هم د لوبغاړو او هم د کرکټ مينه والو په سترګو کې خاورې اچوي، نور هېڅ هم نشته چې APL به کله کېږي.))

شېر اغا همکار همدا راز وايي: ((دا د فرهان يوسفزي او مياخېل يوه ګډه او نوې ډرامه ده، چې دوى کوښښ کوي چې خلک غلط کړي او په غېر قانوني ډول د لوبو نشرات لاسته راوړي.))

هغه وايي: ((اوس ولس او د کرکټ مينه وال په دې پوه دي چې دوى نور نه غلطېږي او په هر څه پوه دي، مهرباني وکړئ کرکټ نور مه شرموئ، د ميليون جام چې د کرکټ او غريبو لوبغاړو په ګټه و، مخنيوى کوي او دلته په غېر قانوني ډول قراردادونه کوي.))

شېر اغا همکار وايي، چې دا هر څه به وخت ثابت کړي، نننى تړون بالکل غېر قانوني او شخصي و، د APL Rights بايد خرڅ شوي نه وي، نه چې په ډالۍ کې يو چاته ورکړل شوي وي.

Loading...

دا هم ولولئ

شعېب اختر او وسيم اکرم

وسيم اکرم: دا مسلکي لوبغاړي دي او که ماشومان؟ شعېب اختر: د پاکستان لوبډله خو څه د کوڅې لوبډله نه ده

د نيوزيلېنډ حکومت له لوري د پاکستان ملي لوبډلې ته اخطار ورکولو څخه وروسته د …