کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په نړۍ کې تر ټولو زيات پلورل شوى ځيرک موبايل کوم يو دى؟
ځيرک موبايلونه

په نړۍ کې تر ټولو زيات پلورل شوى ځيرک موبايل کوم يو دى؟

د سامسنګ او هواوې د ځيرک موبايلونو د نړۍ ٢ ستر شرکتونه دي، چې په ټوله نړۍ کې د دوى موبايلونه او نورې الې ډېرې پلورل کېږي، خو ايا تاسې ته معلومات شته چې په نړۍ کې تر ټولو زيات پلورل شوى ځيرک موبايل د کوم شرکت دى؟

دا موبايل چې سږکال د جولاى څخه تر سپتمبر مياشتې پورې ډېر پلورل شوى دى، د هواوې يا سامسنګ بالکل نه دى، بلکې دا ځيرک موبايل د ايفون شرکت دى.

د ځيرکو موبايلو په اړه معلومات خپرونکى شرکت کينالز په خپل تازه راپور کې ويلي دي، چې د روان کال په دريمه برخه کې تر ټولو زيات چې کوم ځيرک موبايلونه پلورل شوي دي، په هغې کې اول او دويم موبايل د ايفون دي.

دا لومړى ځل نه دى، بلکې له تېرو پرلپسې يو کال راهيسې د ايفون ١١ ځيرک موبايل په ټوله نړۍ کې زيات پلورل کېدونکى موبايل دى.

هغه موبايلونه چې تر ټولو زيات پلورل شوي دي، په ١٠ موبايلونو کې پنځه د سامسنګ شرکت دي او ٣ موبايلونه بيا د شياومي شرکت دي.

خو د ايپل ايفون ١١ نه بيا دا ډېر شاته پاتې دي، ځکه د جولاى نه تر سپتمبر پورې ايفون ١١ خلکو ډېر خوښ کړى او همدا راز ډېرو خلکو اخيستى هم دى.

د جولاى نه تر سپتمبر مياشتې پورې د ايپل شرکت ١٦ ميليونه ايفون ١١ موبايلونه پلورلي دي، همدا راز په دويم مقام بيا د ايفون ايس اي (٢٠٢٠) دى، چې ١٠ ميليونه دانې پلورل شوى دى.


خوندوره خبره دا ده، چې ايفون ايس اي اوسمهال د ايفون تر ټولو ارزانه موبايل دى، خو بيا هم خلکو ايفون ١١ ډېر اخيستى دى.

د جولاى څخه تر سپتمبر پورې د ايپل عمومي چې څومره موبايلونه پلورل شوي دي، په هغې کې د ايفون ١١ ٤٠ سلنه برخه ده او د ايفون ايس اي برخه پکې ٢٨ سلنه ده.

ورپسې بيا د سامسنګ ګليکسي اې ٢١ ايس موبايل دى، بيا د سامسنګ ګليکسي اې ١١ او په پنځم مقام د سامسنګ ګليکسي اې ٥١ موبايل راغلى دى.

له هغه وروسته د شياومي ريډمي نوټ٩\١٠ ايکس موبايل دى، همدا راز ريډمي ٩، ګليکسي اې ٣١، ريډمي ٩ اې او ګليکسي اې ٠١ ورپسې راغلي دي.

د يادولو وړ ده چې د جولاى څخه تر سپتمبر پورې سامسنګ يو ځل بيا د ځيرکو موبايلونو لومړى مقام لرونکى شرکت شو، چې له دې مخکې دا وياړ د اپريل څخه تر جون مياشتې پورې هواوې ترلاسه کړى و.

هواوې په لومړي ځل دا وياړ ترلاسه کړى و، چې د کورونا له امله په نوره نړۍ کې خلک په کورونو کې بند پاتې و، خو په چين کې د موبايلونو پلور زيات شوى و.

دا هم ولولئ

خړ رنګه لېوان له نن څخه زرګونه کاله دمخه څنګه له ورکېدو څخه وژغورل شول؟

خړ رنګه یا نسواري رنګ لېوان یو له هغه لویو ښکار کوونکو حیواناتو له جملې …