کورپاڼه / خبرونه / شاپور ځدراڼ هم د فرهان يوسفزي پر ضد رامېدان ته شو
فرهان يوسفزى او شاپور ځدراڼ

شاپور ځدراڼ هم د فرهان يوسفزي پر ضد رامېدان ته شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى شاپور ځدراڼ هم د کرکټ بورډ د عمومي رييس فرهان يوسفزي پر ضد رامېدان ته شو او په ټولنيزو رسنيو کې يې په هغه نيوکې وکړې.

شاپور ځدراڼ وايي، چې فرهان يوسفزى په کرکټ بورډ او لوبغاړو د عوايدو لارې وچوي.

نوموړي په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې يو پوسټ کړى دى، چې پکې يې ليکلي: ((د نړۍ اقتصاد کورونا وځپلو او د افغان کرکټ اقتصاد فرهان يوسفزى لګيا دى ځپي. مونږ د ميليون ليګ د پنځم پړاو سياليو ٨٠ فيصده چارې بشپړې کړې او کلک هوډ مو وکړ، چې په خوست ولايت کې د ګڼو مينه والو په حضور کې ترسره کړو.))

شاپور ځدراڼ همدا راز ليکي چې له دې لارې تر يو نيم سل پورې لوبغاړو، پنځوس پورې د بورډ تخنيکي کارکوونکو او تر څنګ يې په سلګونو افغانانو يو څه اندازه عوايد ترلاسه کولاى شل، همدا راز کرکټ بورډ هم د خوست کرکټ لوبغالي په بدل کې عوايد ترلاسه کول او موږ غوښتل چې د خوست لوبغالي ځينې برخې بيا ورغوو.

نوموړى همدا راز زياتوي: ((مګر د کرکټ بورډ رييس فرهان يوسفزي ميليونونه افغانۍ عوايد په لوبغاړو ودرول او په بې شمېره بهانو يې د ميليون ليګ مخه ونيوله او د هغه خلکو په لاسليکونو يې پسخند وکړ، چې نيم عمر يې کرکټ ته خدمتونه کړي دي.))

شاپور ځدراڼ د کرکټ بورډ او ملي ټلويزيون ترمنځ په ننني تړون هم نيوکې کړې دي. هغه وايي: ((نن يوه بله غېر اقتصادي پرېکړه دا وکړه چې APL د نشر امتياز يې د سپورټ د اقتصادي نورمونو خلاف غېر تجارتي ټلويزيون ته د ډالۍ په شکل ورکړ، چې د کرکټ اقتصاد ته لوى زيان رسوي.))

شاپور ځدراڼ وايي: ((مونږ د چا د انډيوالۍ ضد نه يو، اما په ملي شتمنيو ملګرتيا کول د ملي ګټو خلاف عمل دى او په هيڅ صورت د منلو نه دى او په وړاندې يې بايد په ګډه لاس په کار شو.))

د يادولو وړ ده چې څه وخت مخکې د شاپور ځدراڼ په مشرۍ د ميليون جام ليګ په خوست ولايت کې د ترسره کېدو اعلان وشو، خو کرکټ بورډ د دې ليګ مخه ونيوله او فرهان يوسفزي اجازه ور نه کړه.

که څه هم شاپور ځدراڼ په مخامخ ډول د کرکټ بورډ او فرهان يوسفزي پر ضد څه نه و ويلي، خو اوس يې هم پر نوموړي او کرکټ بورډ مخامخ نيوکې وکړې.

په کابل کرکټ لوبغالي کې د ملي لوبغاړو تمريناتي کمپ روان دى، چې شاپور ځدراڼ پکې نه دى غوره شوى، همدا راز نن چې د کرکټ بورډ او ملي ټلويزيون ترمنځ کوم تړون ترسره کېده، په دې غونډه کې هم شاپور ځدراڼ نه و غوښتل شوى.

Loading...

دا هم ولولئ

بابر اعظم

پر بابر اعظم تورونه لګوونکې ښځه محکمې ته لاړه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم باندې چې کومې ښځې تورونه لګولي دي، …