کورپاڼه / خبرونه / د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان کوژده وکړه
اصغر افغان

د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان کوژده وکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان د دويم ځل لپاره کوژده وکړه. هغه ته يو نږدې کس خپلواک وېبپاڼې ته د اصغر افغان د دويمې کوژدې خبر تاييد کړ.

اصغر افغان چې ٣٢ کاله عمر لري او څه وخت مخکې د ملي لوبډلې د درې واړه بڼو لوبډلمشر د دويم ځل لپاره وټاکل شو، اوس يې تازه دويمه کوژده کړې ده.

د اصغر افغان نږدې ملګرو او د کرکټ بورډ ځينو کارمندانو هم په ټولنيزو رسنيو کې اصغر افغان ته د دويم ځلې کوژدې کولو مبارکي ورکړې ده.

اصغر افغان

يوې سرچينې خپلواک وېبپاڼې ته وويل، چې اصغر افغان د ١٤ کالو يو زوى او ٤ لوڼې لري، له همدې امله غواړي دويم واده وکړي.

خو تراوسه پورې دا معلومات نه دي ترلاسه شوي، چې اصغر افغان په کوم ولايت کې کوژده کړې ده او دويم واده به کله کوي.

اصغر افغان د افغانستان لپاره له ډېر مخکې څخه لوبې پيل کړي دي، په ٢٠٠٩ کال کې چې افغانستان کومه لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه د سکاټلېنډ پر وړاندې ترسره کوله، اصغر افغان په ياده لوبه کې ګډون درلود.

نوموړي د افغانستان لپاره ٤ ټېسټ، ١١١ نړيوالې يو ورځنۍ او ٦٩ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي. هغه په ټېسټ کې ٢٤٩، په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ٢٣٥٦ منډې او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ١٢٤٨ منډې ترلاسه کړې دي.

د اصغر افغان تر څنګ د هغه ځينې وروڼه او نور خپلوان هم د کرکټ لوبغاړي دي، چې کريم جنت يې بيا ډېر مشهور د او په ملي لوبډله کې هم تر نورو ډېر لوبېدلى دى.

اصغر افغان د ٢٠١٩ کال نړيوال جام څخه مخکې د ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ ليرې شوى و، چې ګلبدين نايب (د يو ورځنيو)، رحمت شاه (د ټېسټ) او راشد خان د (شل اوريزو) لوبو لوبډلمشران وټاکل شو، له نړيوال جام وروسته بيا راشد خان لوبډلمشر وټاکل شو او له هغه وروسته يو ځل بيا اصغر افغان د ټولو بڼو لوبډلمشر وټاکل شو.

Loading...

دا هم ولولئ

شعېب اختر او وسيم اکرم

وسيم اکرم: دا مسلکي لوبغاړي دي او که ماشومان؟ شعېب اختر: د پاکستان لوبډله خو څه د کوڅې لوبډله نه ده

د نيوزيلېنډ حکومت له لوري د پاکستان ملي لوبډلې ته اخطار ورکولو څخه وروسته د …