کورپاڼه / بېلا بېل / په سمندر کې د ژورې غوپې وهلو ريکارډ ښځينه لامبوزنې جوړ کړ

په سمندر کې د ژورې غوپې وهلو ريکارډ ښځينه لامبوزنې جوړ کړ

د سلوانيا هېواد اوسېدونکې ښځينه لامبوزنې الينکا ارټنک په freediving يا د ژورې غوپې وهلو په برخه کې خپل پخوانى ريکارډ مات کړ او نوى نړيوال ريکارډ يې جوړ کړ.

په راپور کې ويل شوي دي، په دې freediving کې د لامبو سامان د کارولو اجازه نه وي او نه هم لامبوزنو ته د اکسيجن لګولو اجازه ورکول کېږي، په دې مهال د لاسونو په مرسته څوک لامبو هم نه شي وهلى او د ماهي يا کب په څېر به په اوبو کې غوپه وهي.

په راپور کې زياته شوې، تېره اونۍ د مصر په سمندري برخه شرم الشېخ کې ښځينه لامبوزنې ١١٤ متره ژور د سمندر ښکته برخې ته غوپه ووهله او همدومره وخت يې بېرته د اوبو سر ته د راختلو لپاره واخيست.

په راپورونو کې ويل کېږي، ښځينه لامبوزنې الينکا ارټنک د ١١٤ مترو ژور ته غوپه ووهله، چې دا يې په ٣ دقيقو او ٤١ ثانيو کې پوره کړ، خپل پخوانى نړيوال ريکارډ يې مات کړ او نوى نړيوال ريکارډ يې جوړ کړ.

د لامبوزنې ريکارډ

د يادولو وړ ده چې تېر کال هم د سلوانيا هېواد اوسېدونکې الينکا ارټنک لامبوزنې ١١٣ متره ژوره غوپه وهلې وه او نړيوال ريکارډ يې جوړ کړى و، دا ريکارډ نوموړې تېر کال په ٣ دقيقو او ٤٩ ثانيو کې پوره کړى و.

په راپور کې همدا راز ويل شوي، له دې مخکې په ٢٠١٨ کال کې هم همدې لامبوزنې (الينکا ارټنک) ١٠٥ متره ژوره غوپه وهلې وه او ريکارډ يې جوړ کړى و.

لامبوزنه ١

د يادولو وړ ده چې الينکا ارټنک چې ٣٩ کاله عمر لري، د لامبو په برخه کې لوى نوم لري او د لامبو په سترو مسابقو کې برخه اخلي، چې ډېر نړيوال ريکارډونه يې جوړ کړي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

ښځه خاوند او ماشوم

څنګه د ماشومانو د موبايل کارولو وخت را کم کړو؟

نن سبا ټابلیټ او ځیرک موبایلونه مخ په ډېرېدو دي یا داسې یې وګڼئ، چې …