کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د هند کرکټ بورډ اى پي ايل ته ٩مه لوبډله هم ورزياتوي
اى پي ايل

د هند کرکټ بورډ اى پي ايل ته ٩مه لوبډله هم ورزياتوي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل پاى ته رسېدو وروسته د هند کرکټ بورډ پرېکړه کړې ده، چې د ٢٠٢١ کال پړاو ته يوه بله لوبډله هم ورزياته کړي، چې ټولې لوبډلې به ٩ شي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د اى پي ايل نهمه لوبډله به د روانې مياشتې په وروستيو کې خرڅلاو ته وړاندې شي، چې د هند ځينو سترو شرکتونو يې اخيستلو ته زړه ښه کړى دى او ښايي د څلور يا پنځه شرکتونو ترمنځ د يادې لوبډلې د اخيستلو سيالي ترسره شي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د هند کرکټ بورډ مخکې پرېکړه کړې وه، چې د ٢٠٢١ کال ته به دوه لوبډلې ورزياتوي، خو ويل کېږي چې اوس دوى يوه لوبډله د ٢٠٢١ او بله لوبډله به د ٢٠٢٢ کال پړاو ته ورزياته کړي.

خو لا هم په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويل شوي، چې اوس به يوه لوبډله او که دوه لوبډلې ورزياتې شي، ښايي راتلونکو دوه ورځو کې په دې اړه پرېکړه وروستۍ شي.

د اى پي ايل د راتلونکي ٢٠٢١ کال پړاو ته وخت هم لږ پاتې دى، ځکه د سږکال پړاو د کورونا له امله ډېر ناوخته ترسره شو. د راتلونکي پړاو لپاره به بولي هم ژر ترسره شي او له هغه وروسته به د سياليو د ترسره کېدو لپاره نېټه هم اعلان شي.

که چېرته راتلونکي پړاو ته يوه لوبډله بله ورزياته شي، نو په اوسني فارمېټ کې به د لوبو شمېر له ٦٠ څخه ٧٦ ته زيات شي او که چېرته دوه لوبډلې ورزياتې شي، نو د لوبو شمېر به بيا ٩٠ ته ورسېږي.

د يادولو وړ ده چې د ٢٠٢٠ کال د اى پي ايل سياليو اتلولي ممبۍ انډينز وګټله، ممبۍ انډينز پنځه ځلې د اى پي ايل اتلولي خپله کړه، چې د اى پي ايل تر ټولو مخکښه لوبډله هم ده.

Loading...

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى او نوين الحق

د نوين الحق له محمد عامر او شاهد اپريدي سره شخړه، څه يې وويل؟

پرون په لنکا پريمئير ليګ کې د افغانستان چټک توپ اچونکي نوين الحق له دوه …