کورپاڼه / خبرونه / کرکټ بورډ له ملي ټلويزيون سره ١٠ کلن هوکړه ليک لاسليک کړ
فرهان يوسفزى او اسماعيل مياخېل

کرکټ بورډ له ملي ټلويزيون سره ١٠ کلن هوکړه ليک لاسليک کړ

د افغانستان کرکټ بورډ او ملي راډيو ټلويزيون ترمنځ تېره شپه د افغانستان غوره ليګ د تنظيمولو په برخه کې ١٠ کلن هوکړه ليک لاسليک کړ.

دغه غونډه چې د کابل په سرينا هوټل کې ترسره شوه، د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي او د ملي راډيو ټلويزيون مشر اسماعيل مياخېل ترمنځ ياد هوکړه ليک لاسليک شو.

د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي: ((فرهان يوسفزي په دغه ناسته کې وويل، افغانستان کرکټ بورډ او ملي راډيو ټلويزيون ګډې موخې لري، له شک پرته د دوو ملي ادارو يو ځاى کېدل به هرو مرو ډېرې لاسته راوړنې ولري.))

فرهان يوسفزي د دغه غونډې پر مهال ويلي دي، چې د افغانستان شل اوريز غوره ليګ لوبې به يو ځل بيا پيل شي او د کرکټ نړيوالې شورا له لوري زموږ ليګ روڼ بلل شوى او ادارې ته يې د ياد ليګ د لوبو کولو اجازه ورکړې او موږ به وکولى شو چې دغه ليګ په ښه توګه ترسره کړو.

دا هم ولولئ:

شاپور ځدراڼ هم د فرهان يوسفزي پر ضد رامېدان ته شو

کرکټ بورډ د لوبغاړو او مينه والو په سترګو کې خاورې اچوي

په کرکټ بورډ کې فرهان يوسفزي ٧٠ پراشوټي کارمندان مقرر کړي

خو نوموړي دا نه دي ويلي، چې ياد ليګ به کله ترسره شي او همدا راز له Snixer سره روانه قضيه يې کوم ځاى ته رسېدلې ده.

اسماعيل مياخېل په ياده غونډه کې ويلي دي، چې له دې وروسته به افغانستان کرکټ بورډ زموږ ستراتيژيک او اوږدمهاله ملګرى وي چې دا دى نن د افغانستان غوره ليګ او شپږيزه کرکټ ليګ تړونونه لاسليک کوو او افغان کرکټ ته به لا ډېر پرمختګ ورکوو.

بل لوري ته په ياد تړون سختې نيوکې هم شوې دي، چې د مينه والو تر څنګ د ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي شاپور ځدراڼ او د ملي لوبډلې پخواني منېجر شېر اغا همکار په دې تړون سختې نيوکې کړې دي.

دوى ويلي دي، چې دا يو غېر قانوني تړون ترسره شوى دى او همدا راز هېڅ ډول معلومات يې هم له خلکو سره نه دي شريک شوي. دوى په خپلو پوسټونو کې دا هم ويلي دي، چې فرهان يوسفزي د ميليون جام ليګ مخه نيولې ده، چې دوى پکې ډېرو خلکو ته د عايد زمينه برابره کړې وه.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد نبي او ميروېس اشرف

محمد نبي میروېس اشرف ته څه ډالۍ ورکړه؟

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړي او د شل اوریزو لوبو غوره الراونډر …