کورپاڼه / روغتيا / د اوښ شېدې د امیندوارو مېرمنو لپاره ګټورې ګڼل شوي
د اوښ شېدې

د اوښ شېدې د امیندوارو مېرمنو لپاره ګټورې ګڼل شوي

روغتیایي کارپوهان وایي، چې د اوښ شېدې د امیندوارو مېرمنو لپاره ګټورې دي، چې د وینې لوړ فشار کنټرولوي، د وینې دوران ښه کوي او له چکر خوړلو یا سر ګرځېدلو څخه یې ژغوري.

راپورونه وایي، چې د اوښ شېدې هم لکه د نورو شېدو په چای، کافي او نورو توکو کې کارولی شئ.

د اوښ د شېدو خوند په اوښ پورې اړه لري، لکه د امریکا د اوښانو په شېدو کې مالګین خوند وي خو په منځیني ختیځ کې یې بیا د عادي شېدو غوندې خوند وي

د خوراکي توکو کارپوه ډاکتر سنتیا الحاج وایي، د اوښ د شېدو په جوړښت کې داسې مواد شته، چې د روغتیا لپاره ګټور وي. په زیاته اندازه ویټامین لري او د نورو تي لرونکو څارویو په پرتله ډېر ویټامین سي لري. د غوا په شېدو کې چې څومره ویټامین وي، د هغې یو په درې د اوښ په شېدو کې وي او په همدې سبب د ویټامین سي یوه غوره ذریعه هم ده.

نوموړی زیاتوي، د اوښ په شېدو کې د غوا د شېدو په پرتله ویټامین ای لږ وي خو د ویټامین ایچ کچه یې برابره ده.

د اوښ شېدې د کلسیم، زنک او اوسپنې یوه ښه سرچینه ده. دفاعي سیستم ته قوت ورکوي. د وینې شکر هم برابر ساتي، ځکه که چېرې تر دریو میاشتو د اوښ شېدې وڅښو نو د شکر په کچه کې کمی راځي او د وینې جریان ښه ساتي.

د سرطاني حجرو له نشو و نما څخه مخنیوی کوي. ویل کېږي، چې د اوښ شېدې انټي اکسایډي ځانګړتیاوې لري.

ډاکټر سنتیا وایي، چې د اوښ شېدې ډېرې ګټې لري چې ښځینه او نارینه دواړه پکې شامل دي. خو د امیندوارو مېرمنو لپاره ډېر ګټور ثابتېدلی شي ځکه چې د وینې لوړ فشار برابر ساتي، د وینې جریان ښه کوي او د چکر خوړلو څخه یې ژغوري. د اوښ په شېدو کې ډېری مواد لکه اوسپنه، ویټامینونه او داسې نور وي چې د امیندوارو لپاره بیخي ګټورې ګڼل کېږي.

دا هم باید په یاد ولرئ چې د اوښ شېدې د امیندوارو مېرمنو پر روغتیا ناوړه اغېزه هم کولی شي او دفاعي سیستم یې کمزوری او پښتورګي یې خرابولی شي.

دغه راز هغه کسان چې حساسیت لري او هغه چې اسهال لري د اوښ شېدې یې درملنه ده.

له څېړنې دا هم معلومه شوه چې د اوښ په شېدو کې پروټین شتون لري، چې د انسولینو سره یې ځانګړتیاوې یو شان دي. د ناروغیو پیدا کوونکي حجرې نه پرېږدي چې ناروغي رامنځته کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

تر ډېره ناسته

هغه عادت چې د خطرناکو ناروغیو سبب جوړېدلی شي

تر ډېره پورې کېناستل د منځني عمر لرونکي لپاره د مرګ خطر ډېرولی شي، خو …