کورپاڼه / روغتيا / ډېر کم خوب او ډېر زيات خوب، دواړه تاواني دي
خوب

ډېر کم خوب او ډېر زيات خوب، دواړه تاواني دي

روغتياپالانو په يوه نوې څېړنه کې ويلي دي، چې هغه خلک چې ډېر کم خوب کوي او هغه خلک چې ډېر زيات خوب کوي، د دواړو د روغتيا لپاره دا کار تاواني دى.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، روغتياپالانو په دې څېړنه کې ډېر کم خوب د ٤ ساعتونو يا له دې څخه کم او ډېر زيات خوب د ١٠ ساعتونو يا له دې څخه زيات ياد کړى دى.

روغتياپالانو خلکو ته لارښوونه کړې ده، چې ٧ ساعته خوب دې کوي.

دا څېړنه په پيکنګ پوهنتون کلينيکل ريسرچ انسټيټيوټ کې ترسره شوې ده، په دې څېړنه کې د ډېر کم او ډېر زيات خوب تاوانونه بيان شوي دي.

په څېړنه کې دا نه ده موندل شوه، چې د ډېر کم يا ډېر زيات خوب کونکو مازغه اغېزمن کېږي، خو وايي چې دا حتماً د مازغو له کمزوري کېدو سره اړيکه لري.

خوب زموږ لپاره ځکه ډېر ضروري دى، چې دا زموږ بدن او ذهن بيا ځلې چارج کوي، په سمه توګه خوب کول د روغتيا لپاره ښه دى او د ناروغيو د مخنيوي لپاره هم ګټور دى.

د خوب د کمي له امله مازغه خپل کار په سمه توګه نه شي ترسره کولى، يعنې په سمه توګه تمرکز نه شي کولاى، سم فکر نه شي کولاى او هر څه يې په سمه توګه نه يادېږي.

په دې څېړنه کې ويل شوي دي، هغه خلک چې ډېر کم خوب کوي، په مازغو کې يې داسې مواد او پروټين جمع کېږي، چې د الزايمر ناروغۍ سبب کېږي.

په دې څېړنه کې د ٢٠ زرو څخه زياتو نارينه و او ښځينه و ډاټا راغونډه شوې، د دوى څخه د دوى د خوب په اړه معلومات ترلاسه شوي دي او د مازغو بېلا بېل ټېسټونه يې ترسره شوي.

څېړونکو موندلې ده، هغه خلک چې ٤ ساعته يا له دې کم او هغه خلک چې ١٠ ساعته يا له دې څخه زيات خوب کوي، د مازغو د فعاليت د ټېسټونو سکور يې د نورو په پرتله کم و.

د دې څېړنې پايلې په (جاما نېټورک اوپن) مجلې کې خپرې شوې دي.

بل لوري ته روغتياپالان وايي، هغه خلک چې ښه او غوره خوب خپل عادت جوړوي، د عمر په زياتېدو هغوى د مازغو د کمزوري کېدو مخنيوى هم کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

ويښتان

د ویښتانو د تويېدو لپاره څو ګټورې لارښوونې

ويښتان نه يوازې دا چې د ښځو ښکلا ده، بلکې د نارينه و لپاره هم …