کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اى پي ايل: اتلې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته څومره پېسې ورکړل شوې؟
شرياس اير او روهيت شرما

اى پي ايل: اتلې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته څومره پېسې ورکړل شوې؟

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٢٠٢٠ پړاو اتلولي يو ځل بيا د ممبۍ انډينز لوبډلې وګټله، په پايلوبه کې يې د ډيلي کاپيټلز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د پنځم ځل لپاره يې د اى پي ايل اتلولي خپله کړه.

خو ايا پوهېږئ چې د اى پي ايل غوره لوبډلو او لوبغاړو ته څومره پېسې ورکړل شوې؟

د ممبۍ انډينز لوبډله چې سږکال اتلولي يې په خپل نوم کړه، ورته ٢٠ کروړه (٢٠٠ ميليونه) هندي کلدارې ورکړل شوې.

د ډيلي کاپيټلز لوبډلې په پايلوبه کې ماتې وخوړه او دويمه لوبډله راغله، يادې لوبډلې ته ١٢.٥ کروړه هندي روپۍ ورکړل شوې. همدا راز سنرايزرز حېدراباد او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې چې په کواليفاير لوبو کې يې ماتې خوړله، دواړو لوبډلو ته ٨.٧٥ کروړه روپۍ ورکړل شوې.

د ايمرجينګ لوبغاړي جايزه ديودت پاډيکال، د موسټ ويليبل لوبغاړي جايزه جوفرا ارچر، د ګېم چېنجر لوبغاړي جايزه کى ايل راهول، د سوپر سټرايکر جايزه کيرون پولارډ، د ډېرو شپږيزو وهونکي لوبغاړي جايزه ايشان کشن، د پاور پلئير لوبغاړي جايزه ټرينټ بولټ، د غوره توپ اچونکي لوبغاړي جايزه کاګيسو رباډا او د غوره توپوهونکي جايزه کى ايل راهول ته ورکړل شوه.

اى پي ايل جايزې

دې ټولو لوبغاړو ته ١-١ ميليون هندي کلدارې ورکړل شوې، کى ايل راهول دوه جايزې ترلاسه کړې، نو له دې سره يې دوه ميليونه هندي کلدارې واخيستې.

د يادولو وړ ده چې د سږکال اى پي ايل سياليو کې درې افغان لوبغاړي هم ولوبېدل، چې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې سره راشد خان او محمد نبي او د کنګز اليون پنجاب لوبډلې سره بيا مجيب الرحمان و.

راشد خان د سږکال پړاو کې د حېدراباد لپاره تر ټولو زياتې ويکټې واخيستې او ښه وځلېده، خو محمد نبي ته يوازې په يوه لوبه او مجيب الرحمان ته بيا په دوه لوبو کې د لوبېدو چانس ورکړل شو.

Loading...

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى او نوين الحق

د نوين الحق له محمد عامر او شاهد اپريدي سره شخړه، څه يې وويل؟

پرون په لنکا پريمئير ليګ کې د افغانستان چټک توپ اچونکي نوين الحق له دوه …