د امريکا په تاريخ کې په لومړي ځل يوې تورپوستې پېغلې (اسيا برانچ) د مس امريکا يا د امريکا د ښکلا سيالي وګټله او تاريخ يې جوړ کړ.
د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د امريکا په ټينيسي ايالت کې د (مس امريکا) يا د ښکلا د ملکې مسابقه ترسره شوه، دا سيالۍ په ګريس لېنډ پيلس کې ترسره شوې، چې په لومړي ځل يوې افريقايۍ الاصلې امريکايۍ ځوانې نجلۍ اسيا برانچ د ٢٠٢٠ کال د (مس امريکا) يا د امريکا د ښکلا ملکې لقب ترلاسه کړ.
په راپور کې زياته شوې، د مس امريکا يا د امريکا د ښکلا سيالۍ ګټونکې دا تورپوستې ٢٢ کلنه ده او له دې مخکې يې د ميسي سيپي ايالت د ښکلا ملکې جايزه هم ګټلې وه.
د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د ښکلا په دې سياليو کې د ايډاهو ايالت د ښکلا ملکه کيم لاين په دويم او د اوکلاهاما ايالت د ښکلا ملکه ماريا جين په دريم مقام راغله.
په راپورونو کې ويل شوي، د (مس امريکا) يا د امريکا د ښکلا ملکې جايزه ګټونکې برانچ ته تاج ورپه سر کړاى شو، دا تاج د دوبۍ يو مشهور طلا جوړونکي شرکت جوړ کړى و.
دا تاج په ډېر ښکلي ډول جوړ شوى و، چې بېلا بېل ډول ګرانبيه کاڼو څخه پکې کار اخيستل شوى و.
د يادولو وړ ده چې اسيا برانچ ٢٢ کاله عمر لري او زده کړياله ده، چې تر دې مخکې يې د ميسي سيپي ايالت د ښکلا سيالۍ هم ګټلې وې.
سږکال د امريکا د ښکلا سيالۍ (مس امريکا) په خپل وخت ترسره نه شوې، دا سيالۍ د کورونا ويروس له امله ځنډول شوې وې، چې دوه ورځې مخکې ترسره شوې او اسيا برانچ پکې د ښکلا ملکه غوره شوه.