کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د پاکستان سوپر ليګ پاتې سيالۍ د نومبر په ١٤مه پيلېږي
پاکستان سوپر ليګ

د پاکستان سوپر ليګ پاتې سيالۍ د نومبر په ١٤مه پيلېږي

د پاکستان سوپر ليګ چې د ليګ پړاو سيالۍ يې څو مياشتې مخکې ترسره شوې، د کورونا ويروس له امله يې د پلى اف پړاو سيالۍ وځنډېدې، چې اوس يو ځل بيا دا سيالۍ ترسره کېږي.

د پلى اف پړاو کواليفاير لوبه به د نومبر په ١٤مه نېټه د کراچۍ کرکټ لوبغالي کې د ملتان سلطانز او کراچۍ کنګز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

همدا راز په همدغه ورځ به د لاهور قلندرز او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ د ايليمينېټر لومړۍ لوبه هم ترسره شي.

دويمه ايليمينېټر لوبه به د نومبر په ١٥مه او پايلوبه به بيا د نومبر په ١٧مه نېټه ترسره شي. دا ټولې سيالۍ د پاکستان په کراچۍ ښار کې ترسره کېږي.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر ليګ وروستۍ لوبه د مارچ په ١٥مه نېټه ترسره شوې وه، چې په ځينو لوبغاړو کې د کورونا نښې راښکاره شوې او له هغه وروسته بيا ټول ليګ وځنډول شو.

د لوبډلو نوملړونه:

کراچۍ کنګز: عماد وسيم (لوبډلمشر)، علي خان، اوېس ضيا، کېمرون ډيلپورټ، افتخار احمد، محمد رضوان، شرجيل خان، عمر خان، عامر يمين، ارشد اقبال، بابر اعظم، وين پارنيل، محمد عامر، عميد اصف، اسامه مير، چاډويک ويلټن، وقار مقصود، اليکس هيلز او شيرفان رودرفورډ.

لاهور قلندرز: عابد علي، معاذ خان، اغا سلمان، محمد حفيظ، بين ډنک، سميت پټيل، ډيويډ ويس، شاهين شاه اپريدى، دلبر حسېن، سهيل اختر (لوبډلمشر)، فخر زمان، محمد فېضان، فرزان راجا، تميم اقبال، حارث روف، عثمان شينواري، جاهد علي او ډين ويلاس.

پېښور زلمي: عادل امين، وهاب رياض (لوبډلمشر)، حسن علي، محمد محسن، کامران اکمل، ياسر شاه، راحت علي، کارلوس بريتويټ، عمر امين، سهېب مقصود، عامر علي، فاف ډوپليسي، خرم شهزاد، هاردس ويلون، امام الحق، ليام ليونګسټون، شعېب ملک او حيدر علي.

ملتان سلطانز: شان مسعود (لوبډلمشر)، روي بوپارا، علي شفيق، جنيد خان، بلاول بهټي، محمد الياس، عمران طاهر، روحيل نظير، خوشدل شاه، شاهد اپريدي، محمد عرفان، عثمان قادر، سهيل تنوير، ذيشان اشرف، معين علي، اسد شفيق او وين ميډسين.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان په اسټراليا کې د ١٤ ورځو لپاره کرنټين شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان تېره ورځ اسټراليا ته …