کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ځمکه له هرو ۲۶ ثانيو وروسته درزېږي
ځمکه

ځمکه له هرو ۲۶ ثانيو وروسته درزېږي

ساینسپوهان وایي، چې له هرو ۲۶ ثانیو وروسته په ځمکه ډېره وړه غوندې زلزله راځي، چې یوازې یې هغه آله معلومولی شي، چې د زلزلې لپاره جوړه شوې ده. نوموړې پېښې ته ساینسپوهان د ځمکې د درزا نوم هم ورکړی. خو دا څنګه پیښېږي؟ تر اوسه خو ساینسپوهانو په دې اړه داسې خاص څه نه دي ویلي.

دا ډول زلزلې (microseism) د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۲ کال کې یو امریکایي ځمکپوه (جیک اولیور) وموندلې. اولیور وایي، چې د دا ډول زلزلو مرکز د اوقیانوس د سمندر جنوبي برخې دي. جیک اولیور زیاتوي، کله چې په شمالي نیمه کره کې ګرمي وي، نو ددې زلزلو شدت هم ورسره ډېرېږي.

له دې وروسته په ۱۹۸۰ کال یو ځمکپوه ګیري هولکومب په تشریحي ډول څېړنه وکړه او و یې وویل چې دا ډول زلزلې د طوفان پر وخت شدت اخلي.

د اولیور او هولکومب دې څېړنو ته چا پاملرنه ونه کړه او په کتابونو کې لیکلې پاتې شوې.

له دې وروسته په ۲۰۰۵ کال کې د University of Colorado پوهنتون د زلزلو د تشخیص استاد ډاکتر مایک رټزوولر او د هغه شاګرد ګریګ بینس د زلزلو په اړه ټولې څېړنې وکتلې نو معلومه یې کړه چې هر ۲۶ ثانیې وروسته له کوم لرې ځای څخه د زلزلو ورو غوندې سګنل راځي.

خو پوښتنه دا ده چې ددې وړو زلزلو سبب څه دی؟ په دې اړه خو دوی په هیڅ هم پوه نه شول، خو له ډېرو کوښښونو وروسته یې معلومه کړه، چې د دا ډول زلزلو مرکز د افریقا د لویې وچې لویدیځ سمندرونه دي.

دوی د اولیور او هولکومب څېړنې هم تر نظر لاندې تېرې کړې او په ۲۰۰۵ کال د خپلو څېړنو تفصیل په Geophysical research letters ژورنال کې خپاره کړي دي. د څېړنو له لوستلو وروسته ساینسپوهان دې برخې ته متوجې شول، خو لا تر اوسه یې داسې پایله نه ده راباسلې چې د ټولو ساینسپوهانو د منلو وړ وي او لا تر اوسه اندښمن دي چې آخر ولې دا ډول پېښه رامنځته کېږي.

یاده دې وي چې د همدې لیکنې تفصیل په Discover Magazine مجله کې خپور شوی دی.

Loading...

دا هم ولولئ

ډرابو

داسې روباټ چې ماشومانو ته انځورګري ورزده کوي

په ټوله نړۍ کې ماشومان د ټېبليټ او ځيرک موبايلونو شوقيان شوي دي، چې اوس …