کورپاڼه / هنر او کلتور / د پريټي زنټا او مجيب الرحمان تازه ويډيو، پريټي د پښتو ځينې نورې کلمې هم زده کړي
مجيب الرحمان او پريټي زنټا

د پريټي زنټا او مجيب الرحمان تازه ويډيو، پريټي د پښتو ځينې نورې کلمې هم زده کړي

د هندي فلمونو مشهورې هنرمندې او د کنګز اليون پنجاب لوبډلې مالکې پريټي زنټا يوه بله ويډيو په ټويټر کې خپره کړې ده، چې له مجيب الرحمان سره په پښتو کې خبرې کوي.

پريټي زنټا په اى پي ايل کې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې مالکه ده، چې هر کال د خپلې لوبډلې د ملاتړ لپاره له خپلې لوبډلې سره يو ځاى وي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان له تېرو درې کلونو راهيسې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې لپاره لوبېږي.

له کله راهيسې چې مجيب الرحمان د کنګز اليون پنجاب لوبډلې سره لوبېږي، له هماغه وخت راهيسې پريټي زنټا له نوموړي څخه د پښتو ځينې کلمې زده کړې دي، چې څو ويډيوګانې يې په ټولنيزو رسنيو کې خپرې کړې دي.

په لومړي ځل چې کله پريټي زنټا له مجيب الرحمان سره په پښتو کې خبرې وکړې، نو هغه ويډيو يې ډېره زياته په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس شوې وه.

تازه ويډيو چې پريټي زنټا په ټويټر کې خپره کړې ده، له مجيب الرحمان سره پکې خبرې کوي او ورته وايي، چې ډېر وخت بعد مې وليدې، ته څنګه يې.


نوموړې همدا راز له دې ويډيو سره په ټويټر کې ليکلي دي، چې مجيب الرحمان راته د پښتو ژبې ځينې نوې کلمې زده کړې دي او دا زما لپاره ډېرې په زړه پورې دي.

د يادولو وړ ده چې مجيب الرحمان له ٢٠١٨ کال راهيسې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې سره لوبېږي. سږکال هم د يادې لوبډلې سره و، خو يوازې په دوه لوبو کې د لوبېدو چانس ورکړل شو او نور يې له پويلين څخه لوبې څارلې.

د کنګز اليون پنجاب لوبډله سږکال په ليګ سياليو کې له اى پي ايل څخه بهر شوه او پلى اف پړاو ته يې لار پېدا نه کړه. ياده دې وي چې سږکال د اى پي ايل اتلولي ممبۍ انډينز وګټله، چې دا يې پنځمه اتلولي ده.

Loading...

دا هم ولولئ

سلمان خان او شاه رخ خان

شاه رخ خان د سلمان خان په فلم کې د پښتون کردار لوبوي

د هندي سينما مشهور هنرمندان شاه رخ خان او سلمان خان د يو بل په …