کورپاڼه / تجارتي ليګونه / فرهان يوسفزى: د افغانستان غوره ليګ په مارچ کې ترسره کېږي
افغانستان غوره ليګ

فرهان يوسفزى: د افغانستان غوره ليګ په مارچ کې ترسره کېږي

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي ويلي دي، چې د افغانستان شل اوريز غوره ليګ دويم پړاو به د راتلونکي کال په مارچ مياشت کې ترسره شي.

د افغانستان غوره ليګ چې په لومړي ځل په ٢٠١٨ کال کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوى و، په ٢٠١٩ او ٢٠٢٠ کلونو کې ياد ليګ ترسره نه شو.

د افغانستان شل اوريز غوره ليګ په اړه د فساد او فيکسنګ نيوکې هم وشوې، کرکټ بورډ هم په دې اړه وويل، چې څېړنې کوي او ځينې کسان ښايي څارنوالۍ ته معرفي کړي، خو داسې هېڅ هم ونه شو او نه هم له ملت سره په دې اړه بشپړ معلومات شريک شو.

تېره ورځ فرهان يوسفزي په خپلو خبرو کې ويلي و، چې اى سي سي د افغانستان شل اوريز غوره ليګ پاک اعلان کړى دى او کرکټ بورډ ته يې اجازه ورکړې ده، چې ياد ليګ دې ترسره کړي.

که څه هم د کرکټ بورډ له رسمي ادرس څخه د افغانستان شل اوريز غوره ليګ په اړه څه نه دي ويل شوي، خو د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي په ټويټر کې د افغانستان شل اوريز غوره ليګ يو عکس خپور کړى دى او ليکلي يې دي، چې دوهم پړاو سيالۍ به د ٢٠٢١ کال د مارچ په مياشت کې په متحده عربي اماراتو کې د ملي راډيو ټلويزيون په مشارکت ترسره شي.


فرهان يوسفزى همدا راز ليکي: ((افغانستان شل اوريز غوره ليګ زموږ لوبغاړو ته په مالي او تخنيکي برخه کې ګټور تماميداى شي.))

د يادولو وړ ده چې فرهان يوسفزي څو مياشتې مخکې ويلي و، چې په ٢٠٢٠ کال کې به د افغانستان شل اوريز غوره ليګ ترسره کړي، خو اوس دا ليګ ٢٠٢١ کال کې ترسره کېږي.

ياده دې وي چې د افغانستان شل اوريز غوره ليګ په تړاو د Snixer سره د کرکټ بورډ قضيه تراوسه پورې نه ده حل شوې او کرکټ بورډ يې هم په اړه معلومات نه دي ورکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد نبي او ميروېس اشرف

محمد نبي میروېس اشرف ته څه ډالۍ ورکړه؟

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړي او د شل اوریزو لوبو غوره الراونډر …