کورپاڼه / بېلا بېل / د وریژو اوړه د غنمو له اوړو څخه ډېر ګټور دي
د وريژو اوړه

د وریژو اوړه د غنمو له اوړو څخه ډېر ګټور دي

د غنمو اوړه په عادي ډول د غنمو د ځانګړتیاوو په سبب په ورځني ډول استعمالېږي. دا اوړه خالص سپین رنګ لري، ځکه چې له غنمو لاسته راغلي وي او جوړښت یې هم هموار دی. خو د وریژو اوړه د خړو وریژو څخه لاسته راځي.

لکه څنګه چې دواړه ډوله اوړه د مختلفو موادو څخه لاسته راځي نو په دواړو ډولو کې غذایي مواد هم مختلف وي او په دواړه ډوله اوړو کې د کالورۍ، کاربوهایډریټونو، پروټینونو، منرالونو او معدني موادو کچې هم مختلفې وي.

د وریژو او غنمو د اوړو ترمنځ ښکاره توپیر په دوی کې د شاملې کالورۍ دی.

په دواړه ډوله اوړو کې د کالورۍ کچه ډېره وي خو وریژو په اوړو کې د عادي غنمو په پرتله ډېره کالوري موندل کېږي. د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې په یوه پیاله د وریژو په اوړو کې لږ تر لږه ۵۷۸ کالوري شتون لري خو په غنمو کې بیا دا کچه تر ۴۰۰ پورې وي.

د غنمو په اوړو کې موجود منرالونه د وریژو د اوړو په پرتله ډېر وي. ویل کېږي، د غنمو د اوړو په یوه پیاله کې دولس ګرامه منرالونه موجود وي خو د وریژو په اوړو کې بیا دا کچه څلور ګرامو ته راټیټېږي.

خو که د ویټامینونو او معدني موادو خبره کوو نو د وریژو د اوړو په پرتله د غنمو په اوړو کې ډېر ویټامینونه او معدني مواد شتون لري.

بله خوا تور نخود هم د خوړو او هم د درملو په توګه کارول کېږي. ویل کېږي چې د روغتیا له پلوه تور نخود د نورو په پرتله ډېر ګټور دي.

تور نخود د ویټامینونو او معدني موادو سرچینه ګڼل کېږي خو ددې سربېره په زیاته کچه فولاد، ویټامین بي ۶، میګنیزیم، پوتاشیم او کلیسم او په لږه کچه فاسفورس او مس هم پخپل جوړښت لري.

د نخودو وړه د عمر په ډېر ساتلو، د کمزورۍ لپاره، د دفاعي سیستم د قوت لپاره او داسې نورو لپاره هم ډېر ګټور ګڼل کېږي.

یاده دې وي، چې د نخودو اوړه د شکر ناروغان لپاره هم اغېزمن ثابېتږي.

Loading...

دا هم ولولئ

د پاخه عمر ښځه او سړى

څه ډول د ژمي په موسم کې د ډېر عمر لرونکو کسانو ساتنه وکړو؟

د ژمي په موسم کې هغه کسان چې ډېر عمر لري، له زیاتو ستونزو سره …