کورپاڼه / خبرونه / د هند ملي لوبډله اسټراليا ته ورسېده
اسټراليا او هند

د هند ملي لوبډله اسټراليا ته ورسېده

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي اسټراليا ته ورسېدل. هندۍ لوبډله اسټراليا ته په اوږد سفر تللې ده، چې هلته به د اسټراليا له لوبډلې سره د نړيوالو يو ورځنيو، نړيوالو شل اوريزو ا ټېسټ لوبو لړۍ ترسره کړي.

د هند او اسټراليا ترمنځ د ٣ نړيوالو شل اوريزو، ٣ نړيوالو يو ورځنيو او ٤ ټېسټ لوبو لړۍ ترسره کېږي. د هندۍ لوبډلې سډني ته په رسېدو د هند کرکټ بورډ د لوبغاړو عکسونه په ټويټر کې خپاره کړل.

د هند ټول لوبغاړي به د ١٤ ورځو لپاره کرنټين شي.

د هند اسټراليا ته د ٢ مياشتيني سفر پيل به د نومبر په ٢٧مه نېټه د نړيوالو يو ورځنيو سياليو څخه وشي. همدا راز له هغه وروسته به د شل اوريزو لوبو لړۍ ترسره شي او په پاى کې به ټېسټ لوبې پيل شي.


د اسټراليا پر وړاندې يادو سياليو ته د هند کرکټ بورډ څو ورځې وړاندې د لوبغاړو نوملړونه اعلان کړي و.

د نړيوالو شل اوريزو لوبډله: ويراټ کوهلي (لوبډلمشر)، شيکر دهون، ماينک اګروال، کى ايل راهول (مرستيال لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، شرياس اير، منيش پانډى، هارديک پانډيا، سنجو سمسون (ويکټ ساتونکى)، رويندرا جډيجا، واشينګټن سندر، يوژيندرا چاهل، جسپريت بومرا، محمد شامي، نوديپ سېني، ديپک چاهار او ټي ناټاراجن.

د نړيوالو يو ورځنيو لوبډله: ويراټ کوهلي (لوبډلمشر)، شيکر دهون، شوبمن ګيل، کى ايل راهول (مرستيال لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، شرياس اير، منيش پانډى، هارديک پانډيا، ماينک اګروال، رويندرا جډيجا، يوژيندرا چاهل، کلديپ يادو، جسپريت بومرا، محمد شامي، نوديپ سېني، شردل ټاکل او سنجو سمسون (ويکټ ساتونکى).

د ټېسټ لوبډله: ويراټ کوهلي (لوبډلمشر)، روهيت شرما، ماينک اګروالو پريتوي شاو، کى ايل راهولو چيتيشور پوجاره، اجينکى ريهانى (مرستيال لوبډلمشر)، هنوما ويهاري، شوبمن ګيل، وريديمان ساها (ويکټ ساتونکى)، ريشب پانټ (ويکټ ساتونکى)، جسپريت بومرا، محمد شامي، اميش يادو، نوديپ سېني، کلديپ يادو، رويندرا جډيجا، ار اشوين او محمد سراج.

Loading...

دا هم ولولئ

بابر اعظم

پر بابر اعظم تورونه لګوونکې ښځه محکمې ته لاړه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم باندې چې کومې ښځې تورونه لګولي دي، …