کورپاڼه / خپلواک / د جوفرا ارچر خطرناک بال سميت له لوبو بهر کړ
سميت

د جوفرا ارچر خطرناک بال سميت له لوبو بهر کړ

خپلواک وېبپاڼه – له دريم ټېسټ لوبې مخکې اسټراليا یو ښه لوبغاړی له لاسه ورکړ، سټيون سميت به د اسټراليا په دريمه ټېسټ لوبه کې نه وي، ځکه چې هغه ټپي شوی دی.

د انګلستان او اسټراليا ترمنځ د ايشز سيريز په دویمه ټېسټ لوبه کې سټيون سميت د ۸۰ منډو په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او اسټراليا لوبډله يې له سخت حالت څخه راوویسته.

په دغه مهال بيا د انګلستان تېز توپ اچوونکی جوفرا ارچر، چې خپله لومړۍ ټېسټ لوبه يې ترسره کوله سميت ته باونسر وکړ، چې توپ د هغه د سر په وروستۍ برخه ولګېدو، چې سمدلاسه د دواړو لوبډلو ډاکټرانو د مېدان په لور رامنډه کړه.

له هغه وروسته سميت توپوهنې ته دوام ورنکړای شو او له مېدان څخه بهر شو، خو لږ ساعت يې درملنه وشوه او له هغه وروسته ورته ډاکټرانو یو ځل بيا د لوبې کولو اجازه ورکړه، چې د یو لوبغاړي له سوځېدو وروسته سميت بيا مېدان ته راکوز شو.

خو په دویم ځلې چې نوموړی مېدان ته راکوز شو نو له حالت څخه يې څرګندېده چې ښه نه دی، خو ۳ څلوريزې يې نورې هم ووهلې او د ۹۲ منډو ترلاسه کولو وروسته وسوځېده.

د لوبې په دويمه پاڼۍ کې بيا سټيو سميت توپوهنې ته رانغی او د کرکټ د نړيوالې شورا د قانون تر مخه، د هغه په ځای په دويمه پاڼۍ کې مارنس لبوشین راغی او توپوهنه يې وکړه.

د دويم او دريم ټېسټ ترمنځ یوازې درې ورځې دمه وه او په دغه درې ورځو کې سټيو سميت په بشپړه توګه روغ نه شو او همدا لامل دی چې اوس به نوموړی د اسټراليا لپاره په دريمه ټېسټ لوبه کې د ټپونو له امله ونه لوبېږي.

اوس به په دریم ټېسټ لوبه کې د سټيو سميت په ځای مارنس لبوشين لوبېږي. سميت به په راروانو دوه اونيو کې بېرته ل خپلې لوبډلې سره يو ځای شي او په اولډ ټريفورډ کې د کېدونکي څلورم ټېسټ لوبه کې ګډون وکړي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …