کورپاڼه / خپلواک / د راشد نه شتون ښامارانو ته په ګټه، لومړۍ بريا يې خپله کړه
جاوېد احمدي

د راشد نه شتون ښامارانو ته په ګټه، لومړۍ بريا يې خپله کړه

خپلواک وېبپاڼه (۱۰ اکتوبر ۲۰۱۹): د بند امير ښامارانو لوبډلې ته د راشد خان نه شتون په ګټه و، ځکه چې په شپږيزه کرکټ ليګ کې يې لومړۍ بريا خپله کړه.

د بند امير ښامارانو د نننۍ لوبې لوبډلمشر جاوېد احمد او افسر ځاځي په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې د امو نهنګانو ورکړل شوی هدف يې پوره او په خپله دریمه لوبه کې يې لومړۍ بريا خپله کړه.

د شپږيزې کرکټ ليګ په ۶مه سيالۍ کې سهار ۹ بجې کابل لوبغالي کې د امو نهنګان او بند امير ښاماران لوبډلې مخامخ شوې. په پيل کې پچه د امو نهنګانو لوبډلمشر شاپور ځدراڼ وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د بند امير ښامارانو د نننۍ لوبډلې لوبډلمشر جاوېد احمدي و، راشد خان د ټپ له امله په نننۍ لوبه کې ونه لوبېده.

د امو نهنګانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۰ منډې وکړې، چې له ډلې يې ابراهيم ځدراڼ ۶۲ او ميروېس اشرف بيا ۱۳ منډې وکړې.

د بند امير ښامارانو له لوري ښه توپ اچونه ترسره شوه، چې فريد احمد ۳، نجات مسعود او ظاهر شهزاد ۲-۲، مجیب الرحمن او باطن شاه بيا ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د ۱۲۱ منډو هدف د بند امير ښامارانو لوبډلې له لوري په ۱۷.۱ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ۷ ويکټو يې بريا خپله کړه. د دوی له لوري جاوېد احمدي ۶۲ ناسوځېدلې او افسر ځاځي ۳۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د امو نهنګانو له لوري ابراهیم ۲ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه جاوېد احمدي ترلاسه کړه، چې نن يې په زړه پورې توپوهنه ترسره او ۶۲ ناسوځېدلې منډې يې وکړې.

د يادولو ده چې نن د بند امير ښامارانو دريمه لوبه وه، چې لومړۍ بريا يې خپله کړه، همدا راز د امو نهنګانو بيا دويمه لوبه وه چې خپله لومړۍ ماته يې وخوړه.

نن ماسپښين ۱:۱۵ بجه په کابل لوبغالي کې د شپږيزې کرکټ ليګ په ۷مه سيالۍ کې د بوست ساتونکي او کابل بازان لوبډلې مېدان ته کوزېږي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …