کورپاڼه / خبرونه / هند ډاډمن دى چې د ٢٠٢١ نړيوال شل اوريز جام کوربه توب به وکړي
سارو ګنګولي

هند ډاډمن دى چې د ٢٠٢١ نړيوال شل اوريز جام کوربه توب به وکړي

د هند کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي وايي، چې دوى ډاډمن دي، چې د راتلونکي کال ٢٠٢٠١ د نړيوال شل اوريز جام به په هند کې ترسره کړي.

هند پنځه کاله وروسته د اى سي سي د يو ټورنمنټ کوربه توب کوي، په وروستي ځل هند په ٢٠١٦ کال کې د شل اوريزو لوبو نړيوال جام کوربه توب کړى و او له هغه پنځه کاله وروسته به په ٢٠٢١ کال کې د نړيوال شل اوريز جام کوربه توب وکړي.

په هند کې د کورونا ويروس پېښې ډېرې ثبت شوې دي او له امريکا وروسته دويم هېواد دى، خو د هند کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي ډاډمن دى، چې په هند کې به راتلونکى نړيوال شل اوريز جام ترسره شي.

د سږکال نړيوال شل اوريز جام چې په اسټراليا کې ترسره کېدونکى و، د کورونا له امله وځنډول شو، خو هند وويل چې راتلونکي کال ته دوى کولاى شي چې د نړيوال شل اوريز جام کوربه توب وکړي. دا نړيوال شل اوريز جام به د اکتوبر او نومبر په مياشتو کې ترسره شي.

سږکال د کورونا له امله د نړيوال شل اوريز جام وځنډېده او دا جام به په ٢٠٢٢ کال کې د اسټراليا په کوربه توب ترسره شي.

اګست مياشت کې په يو راپور کې ويل شوي و، چې که چېرته هند د کورونا له امله ونه شي کولاى چې د نړيوال شل اوريز جام کوربه توب وکړي، نو دا جام به بيا په سريلانکا او متحده عربي اماراتو کې ترسره شي، ځکه په هند کې هره ورځ له پنځوس زرو څخه زياتې د کورونا پېښې ثبتېږي.

خو سارو ګنګولي د کرکټ نړيوالې شورا ته ويلي دي، چې دوى به په هند کې د نړيوال شل اوريز جام ترسره کولو لپاره له ټولو لارو چارو څخه کار واخلي او هر ډول امکانات به په لار واچوي.

د تازه د هند کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي د ٢٠٢١ کال نړيوال شل اوريز جام له ټرافۍ سره عکسونه په خپل ټويټر اکاونټ کې خپاره کړي دي او ليکلي يې دي، چې دا ځلې به نړيوال شل اوريز جام په هند کې وي.

Loading...

دا هم ولولئ

ډين جونز، هند او اسټراليا

د هند او اسټراليا لوبغاړي به د ډين جونز په ياد په لوبه کې په مټو تورې پټۍ وتړي

د هند او اسټراليا کرکټ ملي لوبډلو لوبغاړي به د لومړۍ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې …