یو ډېر نادر، د ګلابي او ارغواني رنګ لرونکي روسي الماس، د سویزرلینډ په هیواد په یوه لیلامۍ کې په ۲۶.۶ میلونه ډالر وپلورل شول.
دې نادرو الماسو ته د طبیعت شاهکار هم ویل کېږي.
د انګلیستان هیواد د خبري اژانس ادارې Reuters د یو راپور له مخې ویل کېږي، چې (سودیبي) اټکل کړی و، چې په جینیوا کې به د لیلامۍ پرمهال دا الماس له ۲۳ میلونو نېولې تر ۳۸ میلونه ډالر وپلورل شي.
دې نادرو الماسو ته یې Spirit of the Rose یا د ګلاب روح نوم هم ورکړی دی.
سودیبي وایي، چې د الماسو لیلامي له ۱۶ میلونو څخه پیل شوه او په ۲۱ میلونو د کمیشن سره ودرېده.
ویل کېږي چې دا الماس په موبایل د بولۍ له مخې پلورل شوي او چا چې اخیستي خپل نوم هم نه ښایي.
د قیمتي ډبرو کارپوه (بینیوټ ریپیلن) چې ددې الماس د خرڅون مشري یې په غاړه وه، وایي چې دې الماسو په ښکاره ډول په لیلامۍ کې د ګلابي او ارغواني الماسو ریکارډ جوړ کړو.
دا الماس چې ۱۴.۸۳ قیراطه وزن لري، تر اوسه د لیلام شوو الماسو څخه تر ټولو غټ ګلابي الماس دی.
NEWSFLASH: An incredibly rare 14.83-carat Purple-Pink Diamond just sold for a record-breaking $26.6m in Geneva! Now that’s what you call a rose-tinted result😍.
Read about it here: https://t.co/4xhf77OKsn #SpiritoftheRose #SothebysGeneva #FestivalofWonder pic.twitter.com/AlVbrcSsPs
— Sotheby’s (@Sothebys) November 11, 2020
سودیبي وایي، دا الماس روسي کان کېندونکي شرکت الروسا په ۲۰۱۷ کال کې وموندل، چې په نوموړي هیواد کې تر اوسه ترټولو غټ ګلابي الماس ګڼل کېږي.
یاده دې وي چې دا الماس په هانګ کانګ، سنګاپور او تاپیي کې هم نندارې ته وړاندې شوي دي.
بل خوا د الماسو لوی سوداګر او د اروپا اوسېدونکی (توبیاس کورمند) وایي، چې دا ډول ګلابي الماس د وخت په تېرېدو نور هم نایابه کېږي او ددې الماسو اخیستونکی هم ډېر بختور دی، چې دا به ورته ډېر ګټور هم تمام شي.
یاده دې وي چې د نړۍ زیات الماس د اسټرلیا په مشهور کان ارجایل کې موندل کېږي او له همدغه ځایه ټولې نړۍ ته استول کېږي.