کورپاڼه / جالب / د څلورو پښو او وړې پوزې لرونکی کب وموندل شو
ماهي ١

د څلورو پښو او وړې پوزې لرونکی کب وموندل شو

د آبي موجوداتو (هغه موجودات چې په اوبو کې ژوند کوي) څېړونکي کارپوهان وایي، چې د اوبو په سطحه یې داسې کب موندلی چې څلور پښې لري.

د سمندري چارو کارپوه (مکي چارټیرس) ادعا کوي، چې د منځنۍ امریکا په کینبیریا سمندر کې یې داسې کب لېدلی، چې وړه پوزه او څلور پښې لري او د سمندر په ژورو کې یې د پښو په ذریعه حرکت کاوه.

چارټیرس وایي، لومړی یې د کب په لېدو د وېرې احساس وکړو، خو بیا یې ترې ویډیو وکړه او تصویرونه یې واخیستل، تر څو خلکو ته یې په اړه معلومات ورکړي.

ماهي ٢

نوموړی زیاتوي، چې د سمندر په ژورو کې خو بیخي ډېر موجودات شتون لري او داسې نادر او نایابه نسلونه هم پکې موجود دي، چې په اړه یې پوهېدل اړین دي.

چارټیرس وایي، چې دا کب یې خپله د حرکت پرمهال لېدلی. دی وایي نوموړی کب هغه وخت په پښو حرکت کوي، کله چې ستړی شي خو د پښو حرکت یې ډېر ورو دی.

څېړنېز کارپوهان ددې کب موندل یو ډېر حیرانوونکی کار ګڼي او وایي، چې دا ډېر حیرانوونکی او عجیبه کب دی او تر اوسه یې دا ډول کب نه و لېدلی.

ماهي ٣

یاده دې وي چې څه موده مخکې یو داسې کب هم موندل شوی و، چې د انسان په ډول یې شونډې او غاښونه درلودل او د مالیزیا په هیواد کې د یو ښکاري لاس ته ورغلی و.

ویل کېږي چې د مالیزیا په هیواد د دا ډول کبانو ډېرې نمونې موندل کېږي او له دې څخه څه وړاندې په امریکا کې هم موندل شوی و.

کارپوهان وایي چې د دا ډول کبانو نارینه یې ډېر غوسه ناک او جنګ ګیرک وي، چې د جنګ پرمهال له خپلو غاښونو کار اخلي او مقابل لوري ته زیان اړوي. دوی زیاتوي چې ددې کبانو ډېر ډولونه وي او د ګرمو اوبو په ژورو کې ځانته کور جوړوي.

Loading...

دا هم ولولئ

پښې

هغه کسان چې د پښې دویمه ګوته یې اوږده وي، دا لیکنه دې په غور ولولي

ځینې وخت داسې واقعیتونه هم پېښېږي، چې پرې پوهېدل اړین وي، خو موږ ترې بې …