کورپاڼه / تجارتي ليګونه / رحمان الله ګربز د راتلونکو سياليو لپاره سريلانکا ته لاړ
رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز د راتلونکو سياليو لپاره سريلانکا ته لاړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز په لنکا پريمئير ليګ کې د ګډون لپاره نن سريلانکا ته لاړ.

رحمان الله ګربز په لنکا پريمئير ليګ کې د کنډي ټسکرز لوبډلې لپاره لوبېږي. نوموړي نن په ټولنيزو رسنيو کې خبر ورکړى دى، چې سريلانکا ته لاړ.

رحمان الله ګربز په خپله فېسبوکپاڼه کې سريلانکا ته له روانېدو مخکې خپل عکسونه خپاره کړي دي او د عکسونو تر څنګ يې ليکلي:

((ګرانو هېوادوالو! سلامونه نيکې هيلې او درنښت، لکه څه رنګه چې خبر ياست د سريلانکا هېواد غوره ليګ کې د کنډي ټسکرز لوبډلې سره د لوبېدلو په پار نن د سريلانکا په لور روان شوم. هيله لرم چې ټول مې خپلو دعاوو کې ياد وساتئ، تر څو د هېواد په استازولۍ ښه ولوبېږم او خپل ولس ته وياړ وروبښم.))

د يادولو وړ ده چې د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ) کې د رحمان الله ګربز پرته حضرت الله ځاځى، نوين الحق او قيس احمد هم د بېلا بېلو لوبډلو له لوري اخيستل شوي دي.

د لنکا پريمئير ليګ چې په ٢٠١٨ کال کې لومړى ځل ترسره کېدونکى و، خو د ځينو لاملونو له امله ترسره نه شو، سږکال هم د کورونا له امله څه وخت وځنډول شو، خو اوس بالاخره هم د نومبر په ٢٦مه نېټه په سريلانکا کې پيلېږي.

د يادولو وړ ده چې رحمان الله ګربز نن سبا په شل اوريزو لوبو کې ډېر ښه ځلېدلى دى. نوموړي په شپږيزه کرکټ ليګ کې په خپله اتلولۍ کې د کابل بازانو لوبډله تر اتلولۍ ورسوله. له هغه وروسته نوموړي په غازي امان الله خان ليسټ اې سياليو کې هم د مس عينک اتلانو لوبډلمشري په غاړه درلوده، چې تر اتلولۍ يې ورسوله.

رحمان الله ګربز تر دې مخکې د بنګله دېش غوره ليګ کې هم ګډون کړى دى، هغه په کارابين پريمئير ليګ کې هم اخيستل شوى و، خو د کورونا له امله يې وېزه په وخت ونه شوه او له يادو سياليو څخه پاتې شو.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان په اسټراليا کې د ١٤ ورځو لپاره کرنټين شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان تېره ورځ اسټراليا ته …