کورپاڼه / هنر او کلتور / سلمان خان غوښتل چې له جوهي چاوله سره واده وکړي
جوهي چاوله او سلمان خان

سلمان خان غوښتل چې له جوهي چاوله سره واده وکړي

د هندي سينما مشهوره هنرمنده جوهي چاوله چې په ډېرو مشهورو فلمونو کې يې کار کړى دى، نن يې ٥٣مه کليزه ده، د هغې د کليزې په ورځ ډېرې داسې نوې خبرې راښکاره شوي دي، چې ښايي د هغې مينه وال ترې نه وي خبر.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د جوهي چاوله د کليزې په ورځ د هندي فلمونو نوميالي هنرمند سلمان خان ويلي دي، چې په ځوانۍ کې يې جوهي چاوله ډېره خوښېده او زړه يې و چې له هغې سره واده وکړي، خو د هغې پلار انکار وکړ.

دا لومړى ځل دى چې له دې خبرې د سلمان خان او جوهي چاوله مينه وال خبرېږي، تر دې مخکې سلمان خان په دې اړه څه نه و ويلي. خو د سلمان خان او ايشوريه راى د واده په اړه يو وخت ډېرې خبرې کېدې، ځکه دواړو يو بل خوښول.

سلمان خان او جوهي چاوله

سلمان خان په خپله يوه مرکه کې ويلي دي، چې د هغه جوهي چاوله دومره ډېره خوښېده، چې يوه ورځ په خپله د هغې کور ته ورغى او د هغې له پلار څخه يې د هغې رشته وغوښته.

سلمان خان همدا راز وايي، چې د هغې پلار له دې رشتې څخه انکار وکړ، هغه وايي، کله چې يې د جوهي له پلار څخه د انکار پوښتنه وکړه، نو هغه ورته وويل، چې ته زما په معيار پوره نه يې.

جوهي چاوله چې په کوم وخت کې د فلمونو مشهوره هنرمنده وه، په پټه يې د جى مهتا په نوم له يو شتمن سړي سره واده وکړ، د هغې د دې واده په اړه يوازې څو خلکو ته معلومات و.

جوهي چاوله او سلمان خان ١

په دې اړه په يوه مرکه کې جوهي چاوله ويلي و، چې هغې له دې امله خپل واده پټ ساتلى و، تر څو فلمي کيرير يې ختم نه شي.

جوهي چاوله په ١٩٩٥ کال کې د جى مهتا سره واده کړى و، دواړه تراوسه پورې يو ځاى دي او دوه اولادونه لري، چې زوى يې ارجن او لور يې جانوي نومېږي.

جوهي چاوله د خپلې کليزې څخه يوه ورځ مخکې د خپلو مينه والو لپاره يو ويډيويي پېغام هم خپور کړى، هغې په دې پېغام کې ويلي، چې زما د کليزې په ورځ ماته ګلونه مه رالېږئ، بلکې يو يو نيالګى کېنوئ.


نوموړې همدا راز وايي، تاسې چې ماته کوم ګلونه رالېږئ، هغه درې ورځې وروسته وچ شي، خو که تاسې يو نيالګى ولګوئ، نو هغه به په راتلونکي ژوند کې ستاسې ماشومانو ته ګټه ورسوي.

د يادولو وړ ده چې سلمان خان ٥٤ کاله عمر لري، خو تراوسه پورې يې واده نه دى کړى او په نږدې راتلونکي کې يې هم د واده اراده نشته. نوموړي څو څو ځلې په خپلو مرکو کې ويلي دي، چې هغه د واده په اړه هېڅ پلان نه لري.

Loading...

دا هم ولولئ

پريټي زنټا: نن له خپل ژوند پوره خوند واخلئ، د سبا معلومات نشته

د هندي سينما مشهوره هنرمنده د خپل يو مشهور فلم (کل هو نه هو) د …