کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / یوه داسې آله جوړه شوه، چې د مړۍ د تېرولو ستونزه مو حلوي
آله

یوه داسې آله جوړه شوه، چې د مړۍ د تېرولو ستونزه مو حلوي

د انګلیستان حکومت یوه داسې آله جوړه کړې چې د ټچ سکرین په وسیله کنټرولېږي او د هغه ناروغانو چې مړۍ نه شي تېرولی، ستونزه حلوي.

د فلج یا د کومې صدمې د لېدو وروسته ناروغ شخص د مړۍ په تېرولو کې له ستونزې سره مخ کېږي. چې د حل لپاره یې بېلابېل درمل هم ورکول کېږي، خو اوس ساینسپوهان ددې ستونزې حل راوایست، چې د ناروغ شخص په مرۍ کې د برښنا د معمولي شارټ له اچولو وروسته به ناروغ کس د مړۍ په تېرولو کې ښه احساس کوي.

دا آله د دودیزې درملنې په پرتله ډېر اغېزمنه ده او د یو انګلیستاني شرکت (فیجینیسس) لخوا جوړه شوې، چې د (فیجینکس) نوم یې پرې ایښی دی. ویل کېږي چې ددې آلې په ذریعه به هغه ناروغان چې د مړۍ له تېرولو سره ډېر سخت مشکل لري، آرام ومومي.

وایي، چې ددې آلې په مرسته د پوزې له لارې مرۍ ته یو تار دننه کېږي او د ټچ سکرین په وسیله به یې کنټرولوي. بیا تار ته معمولي برق ور پرېږدي، چې په دې سره به په مرۍ کې موجوده غړي په حرکت راشي.

په ټچ سکرین سره د وخت برابرول او په ورځني ډول تر ۱۰ دقیقو معمولي شارټ ورکول، کولی شي چې د ناروغ شخص لپاره په خوراک او څښاک کې آساني رامنځته کړي.

ویل کېږي چې ډېری ناروغان په درې ورځو کې ښه کوي، ځکه چې د اغېزمنې برخې په تحریکولو سره دماغو ته خبر ورځي، بیا دماغ په هماغه برخه اغېز پرېباسي، چې د خوراک او څښاک عملیه کنټرولوي او ناروغ شخص بیا کولی شي چې په آرامۍ سره خوراک وکړي او د نلکې په ذریعه خوراک کولو ته ضرورت نه پېښېږي.

وایي، چې دا آله یې د انګلیستان په څو روغتونونو کې په ۲۵۵ ناروغو کسان آزمایلې ده. سربېره پردې په جرمني او اسټرلیا کې هم هغه ناروغان ته لګول شوې، چې د پنځو مختلفو دماغي ستونزو له مخې د خوراک او څښاک په تېرولو کې له مشکلاتو سره مخ وو.

وایې، چې هر ناروغ کس ته یې تر دریو میاشتو د ورځې درې ځلې د ۱۰ دقیقو لپاره د برق معمولي شارټونه ورکول، چې په پایله کې د مړۍ د تېرولو ستونزه یې تر ډېره حل هم شوه.

دا څېړنې د شاهین حامدي له لورې چې د نومورې ادارې تخنیکي ریس دی ترسره شوي. نوموړی وایي، چې د فیجینکس کارول ډېر آسانه دی او د ناروغه کسانو مشکل حلولی شي.

Loading...

دا هم ولولئ

د چين خلايي ماشين

چین د خاورو او تېږو د نمونو راوړلو لپاره سپوږمۍ ته خپل روبوټیک انجن واستوو

له سپوږمۍ څخه د خاورې او تېږو د نمونې په راټولولو او ځمکې ته یې …