کورپاڼه / هنر او کلتور / شاه رخ خان له اکشى کمار سره ولې په فلم کې کار نه کوي؟
شاه رخ خان او اکشى کمار

شاه رخ خان له اکشى کمار سره ولې په فلم کې کار نه کوي؟

د هندي سينما مشهور هنرمند شاه رخ خان د اکشى کمار سره د کار نه کولو لامل په اړه وويل، چې که دوى دواړه په يو فلم کې ګډ کار کوي، نو د فلم د ثبت پر مهال به هېڅ کله هم ونه ليدل شي.

کله چې دوه مشهور ستوري په يو ګډ فلم کې کار کوي، نو د هغوى مينه وال هم ورته ډېر لېواله وي. فلم کتونکي تل دا پوښتنه کوي، چې د هندي سينما د خانانو شاه رخ خان، سلمان خان او عامر خان په يو فلم کې د ګډ کار کولو په اړه خلک هيله کولاى شي، نو بيا د شاه رخ خان او اکشى کمار په يو فلم کې د ګډ کار کولو هيله ولې نه شي کولاى.

په دې اړه شاه رخ خان په يوه مرکه کې خبرې وکړې. کله چې له هغه څخه وپوښتل، چې هغه له اکشى کمار سره په کوم فلم کې کار کول غواړي؟ نو شاه رخ خان په دې اړه وويل: ((نه، ځکه چې اکشى کمار سهار ډېر وختي راپاڅېږي.))

شاه رخ خان همدا راز زياته کړه: ((کله چې اکشى کمار سهار راويښېږي، هماغه وخت زه ويده کېږم، د هغه د ورځې پيل ډېر وختي کېږي.))

د هندي سينما خان همدا راز وايي، څه وخت چې زه خپل کارونه پيلوم، هغه وخت اکشى کمار خپل ټول کارونه ختم کړي وي او بېرته کور ته روان وي.

نوموړى وايي: ((زه داسې کس چې د فلمونو ثبت تر ډېره پورې د شپې پر مهال کوم او داسې ډېر خلک به وي چې هغوى به دا شوق نه لري چې د شپې کار وکړي.))

شاه رخ خان وايي: ((زه هيله کوم چې له اکشى کمار سره په يو فلم کې کار کول به ډېر خوند وکړي، خو مشکل دا دى چې موږ به دواړه د فلم د ثبت پر مهال ونه ليدلى شو، ځکه څه وخت چې زه د فلم ثبت ته راځم، هغه وخت به هغه بېرته تللى هم وي.))

نوموړي همدا راز وويل: ((زه هم غواړم چې له اکشى کمار سره په يو فلم کې کار وکړم، خو زموږ وختونه ډېر بدل دي او ښايي له دې امله موږ يو فلم کې يو ځاى نه شو.))

Loading...

دا هم ولولئ

پريټي زنټا: نن له خپل ژوند پوره خوند واخلئ، د سبا معلومات نشته

د هندي سينما مشهوره هنرمنده د خپل يو مشهور فلم (کل هو نه هو) د …