کورپاڼه / روغتيا / غټه شوې خېټه څنګه اوبه کړو؟
غټه خېټه

غټه شوې خېټه څنګه اوبه کړو؟

د خېټې غټېدل نه یوازې د انسان شخصیت تر اغېز لاندې راولي، بلکې د مختلفو ناروغیو لامل یې هم ګرځي، چې د زړه ناروغي، لوړ فشار او کلیسټرولو څخه عبارت دی. که چېرته غواړئ چې د درملو له جانبي عوارضو څخه وژغورل شئ نو کولی شئ چې په کورنیو نسخو خپله خېټه هم اوبه کړئ.

د غټې خېټې د اوبو کولو کورنۍ نسخې:

د شین چای استعمال مو د خیټې په اوبه کولو کې مرستندویه ثابتېدلی شي. ویل کېږي چې په شین چای کې موجود مواد د اضافي وازدې په اوبه کولو کې مهم رول لري. شین چای نه یوازې د وازدې په اوبه کولو بلکې د زهرجنو موادو په ایستلو کې هم ګټور تمامېږي. په ورځني ډول د ډوډۍ خوړلو وروسته یوه پیاله شین چای خیټه اوبه کوي.

د لیمو څو څاڅکي د وزن په کمولو کې غوره رول لوبولی شي. په یوه پیاله ګرمو اوبو کې د لیمو څو څاڅکي او شات ګډ او سهار یې په نهاره وڅښئ. ددې سربېره په یوه پیاله تړمو اوبو کې یوه کاچوغه شات واچوئ او سهار یې په نهاره وڅښئ، نو خيټه به مو په څو ورځو کې اوبه شي.

په خواړو کې د دارچینۍ او ادرکو ډېر استعمال مو هم خېټه اوبه کولی شي. دغه راز د دارچینۍ او ادرکو پوډر هم استمالولی شئ.

د وزن کمولو لپاره هر سهار د ناشتې څخه نیم ساعت مخکې په یوه پیاله اوبو کې یوه کاچوغه دارچیني او یوه کاچوغه شات ګډ او وڅښئ. دا کار څو ورځې وکړئ نو وزن به مو کم شي.

ځیره، د لاک تخم، بادیان او د سپیرکیو پاڼې ددې ټولو پنځوس ګرامه راواخلئ او یوځای یې وټکوئ. بیا یې یوه کاچوغه سهار وختي او یوه کاچوغه د شپې د اوبو سره تر ۴۰ ورځو وخورئ نو په وزن کې به مو ښکاره کموالی راشي.

سپیرکۍ او سرکه په اوبو کې واچوئ او ښه یې وخوټوئ او په فریزر کې یې کېږدئ، کله یې چې څښل غواړئ نو شات، د دارچیني پوډر او په مناسبه کچه بادیان ور واچوئ او د سهار له ناستې دوه ساعته وروسته یې وڅښئ نو په خېټه کې به مو موجود ګیس ورک او خېټه به مو اوبه کړي.

دغه راز د شپې د ډوډۍ وروسته تر شلو دقیقو پورې قدم هم ووهئ.

Loading...

دا هم ولولئ

مخ وينځل

څو ځلې باید په ورځ کې مخ ومینځل شي؟

ډېری خلک دا فکر کوي، چې په ورځ کې چې څومره مخ ومینځي، هومره به …