کورپاڼه / خبرونه / د ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي مجيب الرحمان واده وکړ
مجيب الرحمان

د ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي مجيب الرحمان واده وکړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړى مجيب الرحمان هم د مجردانو له ليسټ څخه ووت. نوموړي نن واده وکړ.

په ټولنيزو رسنيو کې د مجيب الرحمان د واده عکسونه ډېر لاس په لاس کېږي. د مجيب الرحمان په واده کې د ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړو هم ګډون کړى دى، چې حميد حسن، رحمت شاه، ظاهر خان او نور پکې ليدل کېږي.

مجيب الرحمان ١

د مجيب الرحمان د واده عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي دي او د هغه مينه والو هم نوموړي ته د واده مبارکي په ټولنيزو رسنيو کې ورکړې ده.

مجيب الرحمان

١٩ کلن مجيب الرحمان چې په ٢٠٠١ کال کې د مارچ په ٢٨مه نېټه په خوست ولايت کې زېږېدلى دى، تازه له متحده عربي اماراتو څخه افغانستان ته راستون شوى دى، نوموړى په متحده عربي اماراتو کې په اى پي ايل کې لوبېده.

د يادولو وړ ده چې مجيب الرحمان د افغانستان ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى دى، نوموړي په ډېر کم عمر کې ځان وځلاوه او د نړۍ په سترو سترو تجارتي ليګونو کې هم ولوبېده.

مجيب الرحمان چې د نړيوالو شل اوريزو لوبو په لړ کې د نړۍ دويم غوره توپ اچونکى دى، په دې وروستيو کې په اى پي ايل کې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې لپاره ولوبېده، خو هلته نوموړي ته يوازې په ٢ لوبو کې د لوبېدو چانس ورکړل شو.

هغه تازه په بيګ باش سياليو کې د بريسبين هيټ لوبډلې يو ځل بيا د راتلونکو سياليو لپاره اخيستى دى. د بيګ باش سيالۍ چې د دسمبر په مياشت کې پيلېږي، نوموړى به اسټراليا ته ځي او هلته به د بريسبين هيټ لوبډلې سره يو ځاى کېږي.

د يادولو وړ ده چې تېره ورځ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان هم دويمه کوژده کړې ده. هغه چې پنځه اولادونه لري، مشر زوى يې ١٤ کلن دى او ٤ لوڼې لري.

Loading...

دا هم ولولئ

فخر زمان

فخر زمان کرنټين او د نيوزيلېنډ پر وړاندې له سياليو بهر شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پيليز توپوهونکى فخر زمان د نيوزيلېنډ پر وړاندې له سياليو …