کورپاڼه / خبرونه / د ملي لوبډلې لوبغاړی میروېس اشرف غلو لوټلی
ميروېس اشرف

د ملي لوبډلې لوبغاړی میروېس اشرف غلو لوټلی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړی میرویس اشرف غلو لوټلی دی او هر څه يې ترې اخیستي.

میرویس اشرف د کندوز ولایت اوسیدونکی دی، چې د کندوز شېر خان بندر په لاره ورسره دا پېښه شوې ده.

د نوموړي سره دا پېښه پرون د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۲مه نېټه، له ماسپښین وروسته درې بجې شوې ده.

میرویس اشرف په خپله فېسبوکپاڼه لیکلي دي، چې د کندوز د شېر خان بندر په سرک، په دشت ابدان سیمه کې چې د پولیسو پوستې هم هلته شته، غلو لوټ کړي دي.

میرویس اشرف

هغه دا نه دي ویلي چې په موټر کې ورسره نور څوک و، خو له پوسټ څخه يې ښکاري چې غلو ترې موټر نه دی اخیستی او نور چې ورسره څه و، ټول يې ترې وړي دي.

د میرویس اشرف په یاد پوسټ باندې ملي لوبغاړي افسر ځاځي هم کمنټ کړی او شکر یې ویستی چې میرویس اشرف ته يې څه نه دي ویلي.

همدا راز د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو پخواني روزونکي هستي ګل عابد هم له میرویس اشرف سره درد شریک کړی.

د کرکټ سلګونو مینه والو هم د میرویس اشرف په یاد پوسټ کمنټونه کړي دي، چا له نا امنۍ سر ټکولی او چا د میرویس اشرف سره غمرازي کړې ده.

۳۲ کلن میرویس اشرف د افغانستان ملي لوبډلې لپاره ۴۶ نړیوالې یو ورځنۍ او ۲۵ نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړي دي.

هغه په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۴۶ او نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۱۴ ویکټې ترلاسه کړې دي.

که څه هم له ډېر وخت راهیسې هغه په نړیوالو لوبو کې ګډون نه دی کړی، خو په کورنیو سیالیو کې لوبېدلی او هر ځل ښه ځلېدلی دی.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد نبي او ميروېس اشرف

محمد نبي میروېس اشرف ته څه ډالۍ ورکړه؟

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړي او د شل اوریزو لوبو غوره الراونډر …