کورپاڼه / تجارتي ليګونه / نوين الحق په لنکا پريمئير ليګ کې د ګډون لپاره سريلانکا ته لاړ
نوين الحق

نوين الحق په لنکا پريمئير ليګ کې د ګډون لپاره سريلانکا ته لاړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى نوين الحق تېره ورځ سريلانکا ته لاړ، تر څو هلته په لنکا پريمئير ليګ کې ګډون وکړي.

دا سيالۍ چې د نومبر په ٢٦مه نېټه په سريلانکا کې پيلېږي، نوين الحق به د کنډي ټسکرز لوبډلې لپاره ولوبېږي.

نوين الحق چې په دې وروستيو کې په کارابين پريمئير ليګ (سي پي ايل) کې د ګيانا امازون واريرز لوبډلې لپاره ولوبېده، يو ځل بيا به يې مينه وال په سياليو کې ننداره کړي.

نوموړي په کارابين پريمئير ليګ کې د ګيانا امازون واريرز لوبډلې لپاره په ١٠ لوبو کې برخه واخيسته چې ١١ لوبغاړي يې وسوځول. په دغه سياليو کې نوين ٣٢.٤ اورونه ترسره کړل چې ٢١٠ منډې يې ورکړې. په يوه لوبه کې د نوموړي غوره توپ اچونه د ١٤ منډو په بدل کې ٤ لوبغاړي سوځول و او اکانومي يې ٦.٤ وه.

د ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز هم تېره ورځ سريلانکا ته لاړ، نوين الحق او رحمان الله ګربز دواړه په يوه لوبډله کې لوبېږي. د دې تر څنګ حضرت الله ځاځى او قېس هم د بېلا بېلو لوبډلو له لوري په دغه سياليو کې اخيستل شوي دي.

د لنکا پريمئير ليګ د لومړي ځل لپاره په ٢٠٢٠ کال کې د نومبر په ٢٦مه نېټه په سريلانکا کې ترسره کېږي. دا ليګ څو کاله مخکې پيليدونکى و، خو د ځينو ستونزو له امله ځنډېدلى و.

٢١ کلن نوين الحق چې د افغانستان لپاره يې ٤ نړيوالې يو ورځنۍ او ٥ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، په تجارتي سياليو کې هم ډېر ځلېدلى لوبغاړى دى.

نوموړى تراوسه پورې د افغانستان، افغانستان اې، افغانستان ١٦ کلنو، افغانستان ١٩ کلنو، افغانستان ٢٣ کلنو، بند امير ښامارانو، ګيانا امازون واريرز، مس عينک اتلانو، ننګرهار ليپرډز او سيلهټ تهنډر لوبډلو لپاره لوبېدلى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى او نوين الحق

د نوين الحق له محمد عامر او شاهد اپريدي سره شخړه، څه يې وويل؟

پرون په لنکا پريمئير ليګ کې د افغانستان چټک توپ اچونکي نوين الحق له دوه …