کورپاڼه / خبرونه / د کرکټ څخه د استعفا ورکولو وروسته دهوني څه کار پيل کړ؟
مهيندرا سينګ دهوني

د کرکټ څخه د استعفا ورکولو وروسته دهوني څه کار پيل کړ؟

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر، ويکټ ساتونکي او چټک توپوهونکي مهيندرا سينګ دهوني چې روان کال د اګست په مياشت کې يې له نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکړه، اوس يې د چرګانو يو فارم جوړ کړى دى.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، مهيندرا سينګ دهوني د (کړک نات) نسل د ډېرو نادرو چرګانو يو فارم جوړ کړى دى، چې د داسې دوه زره چرګانو ارډر يې هم ورکړى دى.

د (کړک نات) نسل دا چرګان په اصل کې د هند په مدهيه پردېش ايالت په جبوا ولسوالۍ کې پېدا کېږي، له هغه ځايه به ډېر ژر دا چرګان د مهيندرا سينګ دهوني فارم ته چې جهاړکنډ په رانچي کې جوړ شوى دى، ورسېږي. ويل کېږي د دسمبر تر ١٥مې نېټې پورې به دا چرګان د دهوني فارم ته ورسېږي.

د دغه چرګانو په اړه ويل کېږي، چې د دې چرګانو غوښه ډېره خوږه وي او په دې کې وازګه او کوليسټرول هم بېخي نه وي.

د يادولو وړ ده چې مهيندرا سينګ دهوني د هند کرکټ ملي لوبډلې يو تر ټولو کامياب لوبډلمشر تېر شوى دى، نوموړى يوازينى لوبډلمشر دى چې د اى سي سي درې جامونه يې په خپله لوبډلمشرۍ کې ګټلي دي.

هغه په اى پي ايل کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې لوبډلمشر هم دى، خو سږکال د نوموړي په لوبډلمشرۍ کوم کمال ښکاره نه کړ او په ليګ سياليو کې بهر شوه.

د چيناى سوپر کنګز لوبډله چې له تېرو اته يا لس کلونو راهيسې پلى اف پړاو ته تلله، په لومړي ځل ورسره داسې کار وشو، چې په ليګ پړاو کې له مخکې تګ څخه بهر شوه.

مهيندرا سينګ دهوني د وروستي ځل لپاره په ٢٠١٩ کال نړيوال جام کې د هند کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبېدلى و.

Loading...

دا هم ولولئ

کريم صادق

کریم صادق: د افغانستان یو مازیګری په پنځه براعظمو نه ورکوم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی پیلیز توپوهونکی کریم صادق وايي، چې هغه له افغانستان …