کورپاڼه / خبرونه / راشد خان هنديانو ته د ديوالي مبارکي ورکړه
راشد خان

راشد خان هنديانو ته د ديوالي مبارکي ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي هغه ټولو خلکو ته د ديوالي مبارکي ورکړه، چې نن د هند په ګډون په ټوله نړۍ کې دا ورځ لمانځي.

ديوالي د هندوانو يوه مشهوره مذهبي ورځ ده، چې نن د هند په ګډون په ټوله نړۍ کې هغه ځايونو کې، چېرته چې هندوان ژوند کوي، لمانځل کېږي.

دا ورځ چې د دوى لپاره ډېره مهمه ده، د festival of lights نوم هم ورته اخيستل کېږي، په دې ورځ هنديان شمعې بلوي او په دې ډول دا ورځ لمانځي.

د دې ورځې په اړه ويل کېږي، چې دا ورځ په تورتم د رڼا، په بد د ښه او په بې سوادۍ د سواد د بريا ورځ ده. هنديان وايي، چې په دې ورځ بايد هر انسان خپلې بدۍ ليرې کړي او يوازې ښو ته لارې پرانيزي.

راشد خان چې په هند کې ډېر زيات مينه وال لري، نوموړي د ديوالي په دې ورځ هنديانو ته د ديوالي د ورځې مبارکي ويلې ده. هغه په خپل ټويټر کې ليکلي دي: ((د ديوالي ورځې مبارکي هغه ټولو ته وايم، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دا ورځ لمانځي.))

نوموړي همدا راز هيله څرګنده کړې ده، چې ستاسې ژوند دې د رنګونو او د خوشحالۍ له رڼاګانو څخه ډک شي.


د يادولو وړ ده چې راشد خان په دې وروستيو کې د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېده، نوموړى به له دې وروسته د اسټراليا په بيګ باش سياليو کې د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې لپاره ولوبېږي.

د اى پي ايل پاى ته رسېدو څخه وروسته محمد نبي او مجيب الرحمان له متحده عربي اماراتو څخه افغانستان ته راغلي دي، خو د راشد خان په اړه بيا معلومات نشته، چې هغه بېرته هېواد ته راستون شوى دى او که نه له متحده عربي اماراتو څخه به نېغ اسټراليا ته لاړ شي.

Loading...

دا هم ولولئ

بابر اعظم

پر بابر اعظم تورونه لګوونکې ښځه محکمې ته لاړه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم باندې چې کومې ښځې تورونه لګولي دي، …