د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي مجيب الرحمان پرون په کابل کې واده وکړ، چې د هغه د واده په مراسمو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تقريباً ډېرو لوبغاړو ګډون وکړ.
مجيب الرحمان چې ١٩ کاله عمر لري، هغه ته د واده مبارکي په ټولنيزو رسنيو کې د هغه ډېرو مينه والو ورکړه، د دې تر څنګ د ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړو هم د مجيب الرحمان د واده عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي دي او هغه ته يې د واده مبارکي ويلې ده.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي حميد حسن په ټويټر کې د مجيب الرحمان د واده عکسونه خپاره کړي دي او هغه ته يې د واده مبارکي ورکړې ده. نوموړي په خپل ټويټ کې ليکلي: ((مجيب جان ته د نوي ژوند مبارکي وايم، د لوى خداى ج له دربار څخه ورته د خوشحاله ژوند غوښتونکى يم.))
مجیب جان ته د نوي ژوند مبارکي وایم، د لوی خدای ج له دربار څخه ورته د خوشحاله ژوند غوښتونکی یم.
Mujeeb-ur-Rahman Wedding, happy marriage and wish him best wishes for his new journey @Mujeeb_R88 pic.twitter.com/yw94P8VGpF— Hamid Hassan (@hamidhassanHH) November 13, 2020
د ملي لوبډلې يو بل لوبغاړي شرف الدين اشرف هم د مجيب الرحمان د واده پر مهال له هغه سره اخيستل شوې سيلفي په ټويټر کې خپره کړې ده. په دې ټويټر کې د هغوى تر څنګ نجيب الله ځدراڼ هم ښکاري. نوموړي مجيب الرحمان ته د واده مبارکي ويلې او د ښې راتلونکې هيله يې کړې.
Congratulations to our young charming brother on got married and a new life . Best wishes for the rest of life. @Mujeeb_R88 pic.twitter.com/SyElWGhHEX
— Sharafuddin Ashraf (@sharafashraf82) November 13, 2020
د ملي لوبډلې توپوهونکي نجيب الله ځدراڼ هم د مجيب الرحمان سره د واده پر مهال اخيستل شوې سيلفي په ټويټر کې خپره کړې ده. نوموړي هغه ته د واده مبارکي ورکړې او د خوشحاله ژوند هيله يې ورته کړې.
Congratulation @Mujeeb_R88 on your wedding,have a wonderful life pic.twitter.com/dpV8nby3ow
— Najib Zadran (@iamnajibzadran) November 13, 2020
د ملي لوبډلې توپوهونکي حشمت الله شهيدي بيا په فېسبوکپاڼه کې د مجيب الرحمان سره اخيستل شوې سيلفي خپره کړې ده او هغه ته يې د واده مبارکۍ تر څنګ د ښه ژوند هيله کړې ده.
له دوى پرته هم د ملي لوبډلې ډېرو لوبغاړو د مجيب الرحمان په واده کې ګډون کړى و. د نوموړي د واده پر مهال د ملي لوبډلې لوبغاړو ښکلى اتڼ هم کړى دى، چې ويډيوګانې يې په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي.
#Afghanistan cricket players dancing in @Mujeeb_R88 wedding’s party. @GbNaib pic.twitter.com/7ZC4nzphNR
— Jafar Haand (@jafarhaand) November 13, 2020