کورپاڼه / بېلا بېل / په لومړي نظر نارینه په ښځو کې څه ویني؟
ښځه او سړى

په لومړي نظر نارینه په ښځو کې څه ویني؟

ارواپوهنه د انساني تجربو په مطالعه او د انساني دماغو د مختلفو احساساتو، جذباتو او پر مختلفو وختونو د ذهني غبرګون په څېړلو او تحلیلولو کې مهم رول لوبوي.

ډېری وخت خاموشه حرکتونه د انسان دننه احساسات ښکاره کوي، چې د یو ځانګړي پیغام یا جذبې اظهار هم ورته ویلی شو. د مثال په ډول، نارینه د نظر په وسیله د شخصیت پېژندنه کوي. په ځانګړي توګه هغه کسان چې خپل احساسات او جذبات نه شي ښکاره کولی، نو سترګې یې په ښکاره کولو کې مهم رول لوبولی شي.

ارواپوهان وایي، چې نارینه له ښځو سره ۶۵ سلنه خبرې د سترګو په ذریعه کوي او د خپل نظر د ښه والي یا بدوالي یا د مینې او محبت پیغام د سترګو په وسیله یو بل ته رسوي.

ښځه او سړى ١

ارواپوهان زیاتوي، کوم نارینه چې په لومړي لېدنه کې ښځینه ذات ته په غور سره ګوري، نو د بدن جوړښت یې هم ښه لېدلی شي. یعنې ددې مطلب دادی چې په لومړی نظر یې خوښه شوې او د هغې په جوړښت کې د ژوند ملګرې لټوي. بیا د هغې په اړه سوچ و فکر کوي او داسې ګمان کوي لکه هغه یې چې په خپل رښتوني ژوند کې موندلې وي.

دغه راز شرمندوکي اشخاص د ښځینه ذات په لورې د کتلو څخه ډډه کوي او په دوامداره توګه ورته نه شي کتلی خو د بې باکانه نظرونو سره سترګې مخامخ کولی شي. کوم کسان چې د ښځینه ذات بدن ته ګوري او د جامو ستاینه یې کوي، دوی یې له ظاهر څخه اغیزمن وي خو د شخصیت څخه یې په کیلومترو فاصله کې واقع وي.

ارواپوهان دا هم وایي، هغه کسان چې په غیر ارادي ډول خپلې وروځې پورته کوي او ښځینه ذات ته په غور سره ګوري، دا خبره ددې دلیل دی، چې هغه یې خوښه ده او غواړي چې  په اړه یې نور هم پوه شي.

Loading...

دا هم ولولئ

د يمن واده

ايا د يمن حکومت په نارينه و ٢ ودونه کول جبري کړل؟ حقيقت څه دى؟

په ځينو هېوادونو کې چاته يوه ښځه نه رسېږي او نارينه يې بې واده ګرځي، …