کورپاڼه / روغتيا / د املوکو یا د جاپاني مېوې پنځه حېرانوونکې ګټې
املوک

د املوکو یا د جاپاني مېوې پنځه حېرانوونکې ګټې

هسې خو الله ج په ټولو مېوو کې دننه خوندورې ذایقې او ډېرې ګټې پیدا کړي دي او د ښه او روغتیایي ژوند لپاره یې خوړل اړین ګڼل هم کېږي. خو نن ورځ موږ د یو داسې مېوې د ګټو په اړه پوهېږو، چې په خوړلو سره یې زموږ د بدن ځواک ډېرېږي. دې مېوې ته موږ املوک وایو.

هو دا نارنجي رنګه جاپاني مېوه، د رنګ له مخې ډېره ښکلې او د بانجانو په څېر ښکاري، خو د رنګ له مخې لږ مختلفه ده. په انګلیسۍ کې ورته Persimmon وایي او د لومړي ځل لپاره په چین او جاپان کې موندل شوې وه، نو ځکه ورته تر ډېره جاپاني مېوه هم ویل کېږي.

دا مېوه د ژمي تحفه هم ګڼل کېږي او د افغانستان په ځینو سیمو لکه په ننګرهار کې( چې سږکال یې له ۲۴ ډولونو څخه پنځه ډوله املوک مارکیټ ته وړاندې کړل) په ډېره ښه توګه مېوه هم کوي.

راځئ چې ددې مېوې ګټې وپېژنو:

که چېرته د املوکو د ګټو په اړه خبرې کوو نو د املوکو د قبض ختموونکې ځانګړتیا په سبب د هغه کسانو لپاره ګټوره ګڼل کېږي، چې د قبض ستونزه ولري یا د ځیګر له ناروغیو سره لاس او ګریوان وي. دغه راز د معدې د ستونزې درملنه هم کوي. ویل کېږي چې په املوکو کې په زیاته اندازه منرالونه شتون لري، چې د هاضمې سیستم په ښه کولو کې مرسته کوي.

په دې جاپانۍ مېوه کې مختلف غذایي توکي شتون لري، چې د زړه لپاره هم ګټور ګڼل کېږي. د وینې لوړ فشار او شکر هم کنټرولوي. ددې سربېره د دفاعي سیستم په قوي کولو کې هم مرستندویه ثابتېږي او تر ټولو مهمه ګټه یې دا چې ددې مېوې خوړل د وزن د کمولو سبب هم کېږي.

دغه راز د نظر د کمزورۍ، د سرطان ناروغۍ او د ګردو د تیږو لپاره هم ګټوره مېوه ګڼل کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

د زمزم اوبه

د زمزم د اوبو څو څاڅکي مو له ناروغۍ ژغوري

د زمزمو د اوبو په اړه خو بېلابېل مذهبي او تاریخي معلومات ټولو ته ښکاره …