د پاکستان سوپر ليګ کواليفاير لوبه نن کراچۍ او ملتان ترمنځ ډېره په زړه پورې ترسره شوه، چې کراچۍ په سوپر اور کې د ملتان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د پي ايس ايل پايلوبې ته يې لار پېدا کړه.
د پاکستان سوپر ليګ (پي ايس ايل) د پلى اف پړاو پاتې سيالۍ يو ځل بيا په پاکستان کې پيل شوې، چې په کواليفاير لوبه کې د ملتان سلطانز او کراچۍ کنګز لوبډلې لوبه ترسره شوه.
د کواليفاير لوبې په پيل کې کراچۍ کنګز لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې د ملتان سلطانز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د ملتان سلطانز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٤١ منډې وکړې، چې له ډلې يې روي بوپاره ٤٠، سهيل تنوير ٢٥ ناسوځېدلې، ذيشان اشرف ٢١، خوشدل شاه ١٧ او شاهد اپريدي ١٢ منډې ترلاسه کړې.
د کراچۍ کنګز له لوري وقاص مقصود او ارشد اقبال ٢-٢ او عماد وسيم ١ ويکټ واخيسته.
د ١٤٢ منډو هدف په تعقيب کې د کراچۍ کنګز ښه توپوهنه ترسره کړه، خو ياد هدف يې پوره نه کړ. کراچۍ په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٤١ منډې وکړې او لوبه مساوي شوه.
د دوى له لوري بابر اعظم ٦٥، عماد وسيم ٢٧ ناسوځېدلې، اليکس هيلز ٢٢ او افتخار احمد ١٣ منډې وکړې.
د ملتان سلطانز له لوري سهيل تنوير ٣، محمد الياس، عمران طاهر او شاهد اپريدي ١-١ ويکټ واخيستې.
سوپر اور:
په سوپر اور کې لومړى کراچۍ کنګز توپوهنه ترسره کړه چې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو يې ١٣ منډې وکړې، چې د ملتان لوبډلې ته يې د ١٤ منډو هدف وټاکه، خو ملتان لوبډلې په سوپر اور کې ٩ منډې وکړې او په لوبه کې کراچۍ کنګز بريا خپله کړه.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه بابر اعظم ترلاسه کړه.
د نننۍ لوبې په بريا سره د کراچۍ کنګز لوبډله پايلوبې ته لاړه، همدا راز د ملتان سلطانز لوبډله بيا ايليمينېټر ٢ لوبې ته لاړه. نن دويمه لوبه د لاهور قلندرز او پېښور زلمي ترمنځ ترسره کېږي، هره لوبډله چې بريالۍ شي، سبا به په ايليمينېټر ٢ کې د ملتان سلطانز سره مخ شي.