کورپاڼه / هنر او کلتور / ثنا خان: هغه مرحلې ته رسېدلې يم، چې زما زړه هماغه څه غواړي چې الله يې غواړي
ثنا خان

ثنا خان: هغه مرحلې ته رسېدلې يم، چې زما زړه هماغه څه غواړي چې الله يې غواړي

تېره مياشت د اسلام لپاره د فلمونو نړۍ پرېښودونکې د هندي سينما پخوانۍ هنرمنده ثنا خان وايي، چې اوس داسې مرحلې ته رسېدلې ده، چې زړه يې يوازې هغه څه غواړي چې الله تعالى يې غواړي.

د ټولنيزو رسنيو په انسټاګرام کې ثنا خان يوه ويډيو خپره کړې ده، په دې ويډيو کې هغې سپين کالي اغوستي او همدا راز د سپينې لوپټې څخه يې حجاب هم کړى دى.

ثنا خان د دې ويډيو له پوسټ کولو سره ليکلي دي: ((زه اوس د خپل ژوند هغه مرحلې ته رارسېدلې يم، چې زما څه هماغه څه غواړي چې زما الله يې غواړي.))

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Sana Khan (@sanakhaan21)


د هندي فلمونو دې پخوانۍ هنرمندې له الله تعالى څخه مننه هم کړې ده، چې هغه يې دې مرحلې ته راورسوله.

د ثنا خان دا ويډيو په انسټاګرام کې د هغې ډېرو مينه والو خوښه کړې ده او ډېرو خلکو ورته دعاوې هم کړې دي.

د يادولو وړ ده چې ثنا خان چې د (بيګ باس) خپرونې له شپږم پړاو څخه يې په هندي سينما کې ډېر شهرت ترلاسه کړى و، تېره مياشت يې اعلان وکړ، چې د اسلام په خاطر نور له فلمي نړۍ سره مخه ښه کوي.

ثنا خان ٥

ثنا خان په انسټاګرام کې يو اوږد پوسټ په څو ژبو کې خپور کړى و او په هغې کې يې ليکلي و، چې له ډېر وخت راهيسې يې په دې اړه فکر کاوه چې انسان يوازې د پېسو او شهرت لپاره دې نړۍ ته راغلى او که بل څه هدف هم لري؟ هغه وايي د دې پوښتنو ځواب يې په اسلام کې پېدا کړ او له نن څخه وروسته به د انسانيت خدمت کوي او خپل ټول ژوند به د اسلامي لارښوونو سره سم تېروي. هغې له خلکو څخه غوښتنه کړې وه، چې له دې وروسته دې ورسره د فلمي نړۍ په تړاو هېڅ اړيکې نه نيسي.

Loading...

دا هم ولولئ

پريټي زنټا: نن له خپل ژوند پوره خوند واخلئ، د سبا معلومات نشته

د هندي سينما مشهوره هنرمنده د خپل يو مشهور فلم (کل هو نه هو) د …