کورپاڼه / هنر او کلتور / صحرا کريمي: په افغانانو بې باوره يم، واده راته بې معنا کار ښکاري
صحرا کريمي

صحرا کريمي: په افغانانو بې باوره يم، واده راته بې معنا کار ښکاري

د افغان فلم رييسه او فلم جوړونکې صحرا کريمي په خپله يوه تازه مرکه کې ويلي دي، چې هغه په افغانانو بې باوره ده، واده ورته يو بې معنا کار ښکاري او نه غواړي چې مور شي.

صحرا کريمي چې په دې وروستيو کې د پارک سينما د ورانولو په اړه يې احتجاج هم وکړ او د ژړا ويډيوګانې يې په ټولنيزو رسنيو کې ډېرې لاس په لاس شوې، تازه د يوه خصوصي ټلويزيون په (سراچه) خپرونه کې مېلمنه وه.

په دغه خپرونه کې نوموړې د خپل ژوند او کارونو په اړه خبرې وکړې.

صحرا کريمي په ياده خپرونه کې په خپلو خبرو کې وويل، چې هغه په افغانانو بې باوره ده، واده ورته يو بې معنا کار ښکاري او نه غواړي چې مور شي.

نوموړې په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې په افغانستان کې د زياترو نارينه او ښځينه و ودونه جبري دي، چې دا ودونه وروسته ښې پايلې نه لري.

صحرا کريمي په خپلو خبرو کې دا هم وويل، چې هغې د خپلې مور خبرې نه دي منلي او يوه ښه لور نه ده ثابته شوې، خو ژمنه کوي او وايي، چې د هغې د شرمندګۍ سبب به نه شي.

د يادولو وړ ده چې صحرا کريمي په ايران کې زېږېدلې او هلته لويه شوې ده، د ١٦ کالو په عمر سلواکيه هېواد ته تللې ده، چې هلته يې د ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا زده کړې د فلم په برخه کې ترلاسه کړې ده.

نوموړي په ٢٠١٣ کال کې افغانستان ته راستنه شوه او دلته يې د ازادو فلم جوړونکو سره په بېلا بېلو برخو کې مرستې وکړې. هغه په ٢٠١٩ کال کې د افغان فلم رييسه مقرره شوه، چې د ١٩٦٨ څخه تراوسه پورې دا لومړنۍ مېرمن ده، چې د دې ادارې رييسه ټاکل کېږي.

صحرا کريمي په ٢٠١٩ کال کې د (حوا، مريم، عايشه) په نوم فلم جوړ کړى دى، همدا راز په ٢٠١٦ کې يې د (پارليکا) او په ٢٠٠٩ کال کې يې د (Afghan Women Behind the Wheel) په نوم ډاکومنټري هم جوړه کړې ده، چې ډېرې جايزې يې ترلاسه کړې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

سلمان خان او شاه رخ خان

شاه رخ خان د سلمان خان په فلم کې د پښتون کردار لوبوي

د هندي سينما مشهور هنرمندان شاه رخ خان او سلمان خان د يو بل په …