کورپاڼه / روغتيا / د نوکانو د وچېدو سببونه او د حل لارې
نوکان

د نوکانو د وچېدو سببونه او د حل لارې

یوه له هغه ستونزو چې د ښځې ظاهري ښکلا تر اغېز لاندې راولي، د نوکان وچېدل او ماتېدل دي، چې د ښځي د زړه راښکلو ځواک تر اغېزمنولی شي. ځکه چې نوکان د ښځې د ښکلا یوه نښه ګڼل کېږي او نارینه همدې لارې ورته میلان پیدا کوي.

د نوکان د وچېدو او ماتېدو څخه د مخنیوي لپاره ځینې لارښوونې شتون لري، چې په عملي کېدو به ذکر شوې ستونزه حل ومومي.

د نوکانو د وچېدو سببونه:

۱- کمې اوبه څښل: په بدن کې د اوبو د کمښت په سبب نوکان وچېږي او ماتېږي.

۲- نوکان نه لمدول: که چېرته کوم څوک خپل نوکان نه لمدوي، نو په همدې سبب یې نوکان وچ او ماتېږي.

۳- د رنګ ناخن او نورو توکو ډېر استعمال: رنګ ناخن نوکان له بهرني چاپیریال څخه لرې ساتي او نه پرېږدي چې هوا ورشي. دغه راز په رنګ ناخن کې داسې کیمیاوي مواد هم شتون لري، چې نوکان کمزوري کوي او ماتوي یې.

۴- پر نوکانو وړوکی زخم: پر نوکانو زخم د نوکانو د کمزوري کېدو، ماتېدو او وچېدو سبب ګرځي.

۵- د اوسپنې او وینې کمښت: اوسپنه د هیموګلوبینو په جوړښت کې مرسته کوي، چې په پایله کې د وینې سره کرویات له خالص اکسیجن څخه ډکوي او د هیموګلوبینو کمښت د نوکان په وده کې ستونزه پیدا کوي.

۶- د پروټینو کمښت: د پروټینو کمښت د نوکانو د خرابېدو سبب ګرځي، ځکه چې د نوکانو مهم جز کیراټین نومېږي، چې له پروټینو جوړېږي.

۷- د خوراکي توکو سره حساسیت: ځینې داسې خلک هم شته چې له خوراکي توکو سره حساسیت لري. یعنې هغه خوراکي توکي چې د ګلوټین ماده ولري لکه، غنم او جوار…

۸- د تایراید د غدې ستونزې: مات شوې نوکان د تایراید د غدې د هورمون (تایروکسین) د کمښت نښه ګڼل کېږي.

۹- د کور د پاکوالی پوډر ډېر استعمالول: په پوډرو کې ځینې کیمیاوي مواد ګډ وي، چې د نوکانو د کمزوري کېدو سبب ګرځي او په نتیجه کې نوکان وچ او ماتوي.

Loading...

دا هم ولولئ

د مڼې پوستکي

د مڼې د پوستکي حیرانوونکې ګټې

د انګلیسي ژبې یو مشهور متل دی، چې هره ورځ یوه مڼه خوړل مو ډاکتر …