کورپاڼه / روغتيا / آیا د شکر ناروغي د غاښونو پر روغتیا اغېز لرلی شي؟
ښځه

آیا د شکر ناروغي د غاښونو پر روغتیا اغېز لرلی شي؟

که څه د شکر ناروغي د بدن په ډېر برخو اغېز پرېباسي، خو یوه داسې برخه هم شته چې تر اوسه ترې ډېری خلک خبر نه دي. راځئ نن ورځ د غاښونو په اړه خبرې وکړو.

ویل کېږي، کوم خلک چې د وینې شکر لري، هغوی ته د غاښونو ستونزې هم پیدا کېدلی شي. وایي، چې د شکر د ناروغۍ په سبب د خولې سخت او نرم ټول نسجونه اغېزمن کېږي. لکه څنګه چې د شکر ناروغي په وینه کې د شکر د اندازې د نابرابروالي په سبب رامنځته کېږي او کوم کسان چې دا ناروغي لري، په خوله کې یې د ژامې د انتاني کېدو خطر را پیدا کولی شي.

ددې لامل دا ګڼل کېږي، چې د شکر په وجه ژامې ته په مناسبه اندازه وینه نه ورځي او په وینه کې د شکر د ډېرېدو په سبب خوله وچېدلی هم شي، چې په پایله کې په ژامې ناوړه اغېزې پرېباسي. نو که چېرته د شکر د ناروغۍ درملنه ونه شي، ډېرې ستونزې رامنځته کولی شي.

زیرو سټومیا:

د زیرو سټومیا مطلب د خولې وچېدل دی، چې د شکر د ناروغۍ لویه نښه ګڼل کېږي. په خوله کې د لیاړو د کمېدو په صورت کې خوله وچېږي، چې باید وچه پاتې نه شي، ډېرې اوبه وڅښل شي او د ډوډۍ خوړلو وروسته خپله خوله د ۳۰ ثانیو لپاره په mouthwash پرېمنځل شي.

جنجاوایټس

د شکر د ناروغۍ تقریباً د ۲۲ سلنه ناروغانو له ژامې وینه بهېږي او سوخت ورته هم پیدا کېږي چې دې ته په طبي ژبه جنجاوایټس وایي.

ژامې د غاښونو اساس ګڼل کېږي او د غاښونو د ښه والي دارومدار د ژامو په قوي والي پورې اړه لري.

د ژامو د ښه ساتلو یوه لار داده چې باید هر وخت خپلې ژامې مالش کړو. هره ورځ سهار او ماښام خپلې ژامې په زیتونو یا د بادامو یا د ویټامین ای په تیلو سره مالش کړئ.

نجلۍ

د خوړو په خوند کې ستونزه:

د شکر ناروغي پر ژبه هم اغېز ښیندي، چې بیا د خوړو د خوند ستونزه را پیدا کوي، نو د همدې لپاره د ژبې پاک ساتل اړین دي. هره ورځ باید خپله ژبه په ګلیسرین او مالوچو سره پاک کړئ.

تر ډېره د زخم نه ښه کېدل:

د شکر د ناروغۍ په سبب په خوله کې دننه زخم تر ډېره نه ښه کېږي.

د خولې دننه انتان:

د خولې دننه د انتاني کېدو څخه د مخنیوي لپاره د شکر ناروغانو ته پکار ده، چې په وینه کې د شکر اندازه برابره وساتي. درمل یې په پابندۍ سره وخوري او ښه خواړه او ورزش دې وکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

خرما

د حضرت محمد (ص) د خوښې مېوه یا خرما داسې وخورئ

د حضرت محمد ص د خوښې مېوه یا د خرما د یوې دانې په خوړلو …