کورپاڼه / روغتيا / ډېره زیاته غصه یا په دوامداره توګه خندا د کومې ناروغۍ نښې دي؟

ډېره زیاته غصه یا په دوامداره توګه خندا د کومې ناروغۍ نښې دي؟

د شیزوفرینیا (یو ډول اروایي ستونزه ده) او ډیپریشین سره خو ډېری خلک اشنا دي، خو د یوې اروایي ناروغۍ څخه به یا نه خبر وي، یا به یې په لومړي ځل نوم اوري، چې هغه د Bipolar affective disorder په نوم اروایي ستونزه ده.

د Bipolar affective disorder یوه داسې اروایي ستونزه ده، چې انسان پخپل موډ یا طبیعت کنټرول نه شي راوستلی او په همدې سبب یې ورځنی ژوند هم تر ناوړه اغېز لاندې راځي. سربېره پر دې په دې ناروغۍ اخته کس په مختلفو وختونو له مختلفو کیفیتونو سره مخ کېږي.

د Bipolar affective disorder نښې نښانې:

روغتیایي کارپوهانو د Bipolar affective disorder نښې نښانې په لاندې ډول ویشلي دي.

په لومړي ډول کې یې اغېزمن کس بیخي ډېر هیله من وي یا بیخي ډېر نا آرامه، په ډېر لږ خوب سره بیا هم د پوره ځواک احساس کول، تېزې تېزې خبرې کول، پاملرنه نه لرل او د کوم شي د اغېز پرواه نه لرل پکې شامل دي.
دویم ډول یې هایپومانیا او دریم ډول یې د ډیپریشن نښې نښانې ناهیلي، خپګان، نا آرامي، د ځواک کمېدل، غیر منظمه لوږه، د وزن ډېرېدل یا کمېدل، خوب نه راتلل، دماغ کمزوري کېدل، د هر شي ګناهګار ځان ګڼل او د ځان وژنې فکرونه پکې شامل دي.

مینیا څه شی دی؟

روغتیايي کارپوهان وایي، کله چې کوم کیفیت له حده واوړي او همداسې دوام وکړي نو دا د مینیا ناروغي کېدلي شي.

د Bipolar affective disorder سببونه:

د یوې څېړنې له مخې ثابته شوه، چې Bipolar affective disorder یوه کورنۍ ناروغي ده، چې له وراثت سره ډېر خو له چاپیریال سره لږې اړیکې لري.

روغتیایي کارپوهان وایي، چې په دماغو کې کوم سیستم زموږ موډ یا طبیعت برابروي، نو Bipolar affective disorder پکې ګډوډي رامنځته کوي او په همدې علت ددې ناروغۍ نښې نښانې د درملو په وسیله سمون مومي.

سربېره پردې دا ناروغي کله نا کله په ستونزمنو حالاتو کې، د ذهني فشار یا د کومې جسماني ناروغۍ وروسته هم پیلېدلی شي.

Loading...

دا هم ولولئ

مخ وينځل

څو ځلې باید په ورځ کې مخ ومینځل شي؟

ډېری خلک دا فکر کوي، چې په ورځ کې چې څومره مخ ومینځي، هومره به …